د لاس رسي وړ اتصالات

د ډالرو کمښت د پاکستان اقتصاد سقوط ته نږدې کړی- رپور


پاکستاني سوداګر وایي په زرګونو کانټینرونه وارداتي مالونه د پاکستان په کراچۍ بندر کې په داسې حال کې بند پاتې دي چې دغه هیواد د بهرنیو تادیاتو او پورونو ورکولو له بحران سره مخامخ دی.

د ډالرو د کمښت له امله بانکونو د وارداتي مالونو د پیسو له ورکولو ډډه کړې ده.

په پاکستان کې کتونکي وايي د روانو سیاسي ناکراریو ترڅنګ اقتصادي کړکېچ په پراخېدو دی، د کلدارې ارزښت غورځېدلی او انفلاسیون د څو لسیزو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د پاکستان د ګمرکونو د استازو اتحادیې غړي عبدالمجید وویل، "زه له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې سوداګري کوم او ما تر دې بد حالت نه دی لیدلی."

هغه د کراچۍ بندر ته نږدې د خپل دفتر څخه خبرې کولې، چیرې چې په لوی شمېر د خوراکي توکو، خامو موادو او طبي تجهیزاتو ډک کانټینرونه د تادیاتو تضمین ته په انتظار کې بند پاتې دي.

د دولتي بانک د زیرمو کچه دا اونۍ شپږ میلیارد ډالر وښودل شوه چې په نږدې نهو کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه ده او په عین حال کې پاکستان یوازې په روانه ربع کې د تادیاتو لپاره ۸ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

شنونکي وايي، د پاکستان اوسنۍ زیرمې د شاوخوا یوې میاشتې وارداتو تادیه کولو لپاره کافي دي. دغه شنونکي وايي، ویجاړوونکو سیلابونو او د انرژۍ سخت کمښت پر پاکستان باندې اقتصادي فشار نور هم زیات کړی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د تېرې پنجشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و چې له چاروکو څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي متحده عربي اماراتو موافقه کړې چې د پاکستان د شته دوه میلیارد ډالرو پور ادا کولو د مودې غځولو سربېره هغه هېواد ته یو میلیارد ډالر اضافي پور ورکوي.

د پاکستان حکومت ددې پور د شرايطو په اړه څه ندي ویلي. له دې سره د پاکستان د پورونو اندازه ۲۷۴ میلیاردو ډالرو ته رسېږي چې د داخلي ناخالص تولید ۹۰ سلنه کیږي.

پاکستان له دغې ستونزې څخه د وتلو دپاره د پخواني صدراعظم عمران خان د واکمنۍ پر وخت د پېسو له نړیوال صندوق سره لاسلیک شوي تړون ته سترګې وې.

خو د پېسو نړیوال صندوق د اوه میلیارد ډالرو پور دا تړون، چې نیمايي یې لا له وړاندې پاکستان ته ورکول شوي او لګول شوي دي، له دې امله ځنډولی چې وايي، پاکستان د سبسایډۍ او مالیاتو لوړولو په ګډون د اړتیا وړ اقتصادي اصلاحات په بشپړ ډول ندي عملي کړي.

ملګرو ملتونو تېره اونۍ له پاکستان سره د نهو میلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه څو دغه هېواد خپل اقتصاد ورغوي.

XS
SM
MD
LG