د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان اقتصاد د 'سقوط' په حال کې دی؛ د پیسو نړیوال صندوق پلاوی اسلام آباد ته ځي


پاکستانیان د دولتي سبسایډۍ ارزانه اوړو د ترلاسه کولو دپاره انتظار باسي.
پاکستانیان د دولتي سبسایډۍ ارزانه اوړو د ترلاسه کولو دپاره انتظار باسي.

د پیسو نړیوال صندوق پلاوی نن سه شنبې جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) په داسې حال کې پاکستان ته ځي چې ددغه هېواد اقتصاد د سقوط سره مخامخ دی، انفلاسیون لوړ شوی او د کلدارې ارزښت په بېساري اندازه رالوېدلی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په تیرو څو میاشتو کې د مالیاتو د لوړولو او دولتي سبسایډۍ کمولو دپاره د پیسو نړیوال صندوق غوښتنې ددې دپاره رد کړي چې کیدای شي دا کار د را روانې اکتوبر میاشتې له عمومي ټاکنو وړاندې د خلکو د مخالفت سبب شي.

خو په دې وروستیو څو ورځو کې، اسلام آباد دغو غوښتنو ته په داسې حال کې غاړه ایښې چې پاکستان د دیوالي کېدو له جدي خطر سره مخامخ دی او اکثره هېوادونه ورسره مرستې ته زړه نه ښه کوي.

حکومت د ډالرو د تور بازار د مخنیوي په موخه پر کلدارو کنترول کم کړی، او دا کار سبب شوی چې د کلدارو ارزښت په بې ساري ډول راټیت شي. په مصنوعي ډول د تېلو ټیټ ساتل شوي نرخونه هم لوړ شوي دي.

د نړیوال بانک پخواني کارکوونکي عابد حسن فرانس پرس ته وویل: "وړاندې تګ سخت شوی. حکومت ته ښايي چې د پیسو نړیوال صندوق د غوښتنو د منلو قضیه له ملت سره شریکه کړي. که نه، د هېواد اقتصاد هرومرو سقوط کوي او حالت به یې د سریلانکا په څېر وي او یا ښايي تر هغه هم بد وي."

سریلانکا تیر کال د خپلو پورونو په ادا کولو کې پاتې راغی چې له امله یې په دغه هېواد کې د خوراکي موادو او تیلو د سخت کمښت په نتیجه کې پراخ لاریونونه پیل شول او د هېواد ولسمشر یې مجبور کړ چې استعفا وکړي او له هېواد څخه وتښتي.

اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان دپاره دا مهال مهمه ده چې جدي ګامونه پورته کړي. د پاکستان د اقتصادي پرمختیا انسټیټیوټ څېړونکي ناصر اقبال خبرداری ورکړ چې ددغه هېواد اقتصاد د ناسم مدیریت او سیاسي ګډوډۍ له امله لا دمخه "عملاً سقوط" کړی دی.

د پیسو نړیوال صندوق پلاوی د سه شنبې په ورځ پاکستان ته په داسې حال کې ځي چې د تېر میلادي کال سختو سیلابونو هم ددغه هېواد اقتصاد ته ضربه رسولې ده. د جون د میاشتې سیلابونو د پاکستان درېیمه برخه تر اوبو لاندې کړې وه.

پاکستان د نړۍ پنځم لوی نفوس لرونکی هېواد دی او دا وخت په ملي خزانه کې یوازې ۳.۷ میلیارد ډالر لري، چې یوازې د دریو اونیو وارداتو پوښلو لپاره کافي دي.

د ډالرو د کمښت له امله د پاکستان بانکونو د وارداتي مالونو د تادیاتو له ورکولو ډډه کړې، او له امله یې په زرګونو کانټینرونه وارداتي مالونه د پاکستان د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي او په دغه هېواد کې یې د اړینو خوراکي او نورو موادو سخت کمښت رامنځته کړی دی.

XS
SM
MD
LG