د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په جومات کې چاودنې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د پاکستان په جومات کې چاودنې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان په جومات کې چاودنې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

چارواکی وايی ، د پاکستان په شمال لوېدېځه برخه کې د جمعی په ورځ په ېوه جومات کې د چاودنې په وخت کې لږ تر لږه 40 کسان ووژل شول. چارواکي وايی په دې چاودنه کې لږ تر لږه 100 کسان ټپیان هم شول. رپوټ وايي چې دا چاودنه د خېبر په قېابلي علاقه کې وشوه.

دابرېد په داسي وخت کې وشو چې تقرېبا 300 کسان د جمرود په دغه جومات کې چی دخېبر په قباېلی علاقه کې پرو ت دی، د جمعی د لمانځه لپاره راټول شوی وو.

تراوسه پورې ېوې ډلی هم ددغه برېد مسوولېت په غاړه ندی اخېستی. خو طالبانو اونورو اورپکو ډلو په دغه لاره باندی په شلهاو برېدونه کړېدي.

ېوبل جلا خبروايی چې د برمته کونې په ېوه پېښه کې، پاکستاني پولیسو د هغه سړي یو رسم سوی تصویر خپور کړی دی چي دوي فکر کوي په لاهور کي د یوه امریکایي د تښولو په پېښه کي لاس لري.

دغه تصویر پرون د پنجشنبې په ورځ پاکستاني مطبوعاتو ته ورکړل سوی دی او هغه یو ځوان سړی ښئي چي تور وریښتان لري.

پولیسو د دغه امریکایي چي ( وارن واین سټین ) نومیږي، د کور د درو محافظانو او یوه ډرایور نه پوښتني او تحقیقات کړي دي، مگر تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ترلاسه کړې، او سړو تښتونکو هم د چارواکېو سره کوم تماس نه دی نیولی او نه یې د هغه د آزادولو په بدل کي د پیسو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG