د لاس رسي وړ اتصالات

د ملا عمر مړینه به د سولې په خبرو څه تاثیر وکړي؟


د افغانستان حکومتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې ملا عمر د پاکستان په کراچۍ کې دوه کاله مخکې مړ شوی
د افغانستان حکومتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې ملا عمر د پاکستان په کراچۍ کې دوه کاله مخکې مړ شوی

د سولې په روانو خبرو باندې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر د تاثیراتو په اړه بیلابیل نظرونه موجود دي.

د طالبانو سره د خبرو په لومړۍ غونډه کې ګډونوال محمد ناطقي وايي چې د ملاعمر د مړینې خبرونه به د سولې په خبرو کې د خنډ سبب نه شي.

تمه کیږي چې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ دوهمه غونډه وشي.‌

خو د نیوزویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزی بیا په دې نظر دی چې د ملاعمر د مړینې خبر د سولې خبرې د خنډ سره مخامخ کولای شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په امریکا کې د ملي دفاع د پوهنتون استاد ډاکټر علي احمد جلالي وایي چې د مذاکراتو ادامه په دې اړه لري چې پاکستان د سولې خبرو ته څومره متعهد دی.

ښاغلي جلالي وویل چې «په دې کې شک نه شته چې د هغه موجودیت د طالبانو د یو موټي ساتلو لپاره یوه مهمه خبره وه. مګر څه چې د سولې لپاره پاکستان کړي دي، دا چې د طالبانو ډلې یې تشویق کړي دي چې د افغانستان د حکومت سره د مذاکراتو یا خبرو ته کیښیني، هغه ګمان نه کوم چې د ملاعمر د مړیني یا ژوندي پاته کیدو په خاطر تغیر وخوري، د ډرامې کارګردان یا چلونکی یې نور خلګ دي.»

په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر امریکا غږ ته وویل چې که چیري د ملاعمر د مړینې نه وروسته د طالبانو د مشرانوترمنځ اختلافات راشي نو په اوږد مهال کې به د سولې په خبرو تاثیر ولري او دا به ګرانه شي چې داسې یو کس وموندل شي چې د سولې په خبرو کې دې طالبانو [ د ټولو ډلو نمایندګي] وشي.

ښاغلي خلیلزاد وویل چې «آیا څوک کولای شي چې د طالبانو په نمایندګي د سولې موافقه وکړي او دغه موافقه په ټولو طالبانو ته د منلو وړ وي، داسې یو کس چې د ملاعمر په څیر سیاسي نقش ولري، فعلا نه شته.»

د نیوزویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزی بیا وايي چې د ملاعمر مړینه کیدای شي چې د سولې خبرې د خنډ سره مخامخ کړي.

ښاغلي یوسفزي وویل چې «د طالبانو لپاره یوه ضایعه ده، زما په خیال د افغان حکومت سره چې کومې خبرې پيل شوي دي، هغه هم د خنډ سره مخامخ کولای شي، یا اقلا د یو څه وخت لپاره یې معطلولی شي.»

خو محمد ناطقي چې د طالبانو سره یې د خبرو په لومړي دور کې د حکومت د لورې شرکت کړی و امریکاغږ ته ویلي دي چې د ملاعمر د مړینې خبر به د سولې په خبرو کې د خنډ سبب نه شي.

ناطقي زیاته کړې ده چې د خبرونو په اساس، ملا اختر محمد منصور د طالبانو د کوټې د شورا د سرپرست په حیث کار کوي.

خو ناطقي دا خبره ومنله چې د طالبانو سره د خبرو په لومړي دور کې هم د طالبان په منځ کې د څو ډلو د موجودیت خبره محسوسه وه.

د ملاعمر د مړینې خبر

د افغانستان حکومتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مړ دی او دا چې هغه څه د پاسه دوه کاله مخکې په پاکستان کې مړ شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست نطاق عبدالحسیب صدیقي وویل چې «ملا عمر د کراچۍ په یوه روغتون کې سخت ناروغ و او هلته په مشکوک ډول مړ شوی دی.»

صدیقي دا ونه ویل چې ملا عمر څه ډول مړ شوی و یا دا چې د ده ادارې د هغه د مرگ په اړه د څومره مودې راهیسي اطلاعات درلودل.

د جمهوررئیس غني دفتر هم ویلي دي چې ملا عمر په ٢٠١٣م کال کې مړ شوی و، مگر خپله طالبانو ویلي دي چې هغه تر اوسه لا ژوندی دی.

سپینې ماڼۍ وویل چې داسي ښکاري چې د ملا عمر د مړیني خبرونه باوري دي او د امریکا د استخباراتو چارواکي غواړي په دې اړه معلومات تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG