پپښتواکاډیمۍ په کوټه کې درې ورځنی نړیوال سیمنار پرانیستی دی. د سیمنار عنوان دی: پښتو ژبه ، جهانیت، ستونزې او امکانات.
دغه سیمنار ته چې نن یې دریمه ورځ ده، د نړۍ د مختلفو ملکونو عالمان، پوهان، لیکوالان، منورین او محقیقین بلل شویدي چې د خپلو تجربو په اساس د پښتون ملت ستونزې وڅیړي.
د اشنا راډیو همکارې زیبا خادم لږ د پښتو اکاډیمۍ د عمومي سکرتر ډاکټرعبدالروف رفیقي سره مرکه کړیده چې په دې لاندې لینک باندې یې اوریدلای شیْ.