د لاس رسي وړ اتصالات

روژه او معتادین


روژه او معتادین
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د روژې میاشت کې جلال اباد ښار کې هره ورځ او شپه لسګونه پر نشه يي توکو اخته کسان په ډله ییزه توګه د نشه يي توکو کارولو ته ادامه ورکوي.

نور محمد٬ معتاد هره ورځ په جلال اباد ښار کې لاس ګاډی چلوي، هر څومره پیسې چې ګټې نو ډېرې یې بېرته د پوډرو په څکلو مصرفوي.

وايي یوه روژه شي، بل بې روزګاري او د نشي غم له ژونده زړه توروي.

دی وايي شیږ اولادونه لري، زامن یې د ګټې وټې نه دي، که څه یې ور وړل خوري یې کنه دی او د کور خلک یې ډېر کله روژې په نهاره نیسي.

هغه وايي که په روغتون کې بستر شي او بېرته ورته د کار روزګار څه چاره وشي نو د کورنۍ راتلونکی به یې له بد برخلیکه راوګرځي.

ښار کې پر نشه يي توکو اخته کسانو کې نژدې ټولو ته روژه او بوزه یو شان ده.

ډېر یې په وار وار روغتون کې بستر شوي، ټاکلې موده یې تېره کړې، خو له بې روزګارۍ یې بېرته نشې ته مخه کړې ده.

ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې اداره وايي چې د معتادینو د درملنې موده اوږد مهاله نشي او بېرته ورته کاري موقع برابرې نه شي نو تداوی کول یې بې ګټې خواري ده.

چارواکي وايي یوازې په ننګرهار کې شاخوا سل زره کسان پر نشه يي توکو معتاد دي چې یوه برخه یې پر پوډرو اخته ده.

XS
SM
MD
LG