د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب طالبانو ته روغتیایي زدهکړې ورکوي


د سره صلیب نړیواله کمیټه وایی په افغانستان کی یې د جګړی د ښکیلو خواو ټپیانو ته د لمړنیو مرستو د رسولو لپاره یی د روغتیایی لمړنیو مرستو د رسولو روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

په دې ترڅ کې د طالبانو په ګډون تر ۱۷۰ پوری جنګیالو ته روزنه ورکړل شوې ده.

په کابل کی د نړیوال سره صلیب د کمیټی نطاق عبدالحسیب رحیمی امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چی دا ټولنه د روزنی دا کار په افغانستان کی د جګړی په دواړو خواوو کی لمړنیو مرستو ته د موجودی اړتیا له مخی کوي:

"مونږ نه یوازی د افغانستان د دولت مخالفانو ته پدی برخه کی روزنه ورکوو بلکه افغان ملی پولیسو او ملی اردو عسکرو ته هم د لمړنیو روغتیایی مرستو زدهکړی ورکوو تر څو هغوی ددی وړتیا ترلاسه کړی شی چی د جګړی په ډګر کی خپلو ټپیانو سره روغتون ته د رسولو دمخه لازمی روغتیایی مرستی وکړای شی".

رحیمی وایی چی دوی تر اوسه سل تنه د افغان امنیتی ارګانونو نه او ۷۰ تنه طالبانو ته د لمړینو روغتیایی مرستو د رسولو زدهکړی ورکړی دی. که څه هم رحیمی طالبانو ته د دغو زده کړو د ورکلو ځای ندی ښودلی.

خو وویلی دی چی پدغو ۷۰ تنو کی د کندهار د میرویس خان د روغتون د ټکسی ډرایوران هم شامل دی.

نړیوال سره صلیب کمیټه د کندهار د میرویس خان د روغتون ۱۸ ډاکټرانو او نرسانو سره چی د جګړی د ټپیانو په درمانه بوخت دی هم مالی اود درملو مرستی کوی.

نړیوال سره صلیب د روزنی ددی پروګرام د پیلدلو یو عمده علت په افغانستان کی جګړی اود سړکونو بندښت بللی دی او ویلی دی چی جګړه او لارو بندیدل غتونونو ته د ناروغانو مخه ډپ کړی ده.

تر اوسه طالبانو د نړیوال سره صلیب د کمیټی پدی خبرې تبصره نده کړی خو نړیوال سره صلیب ددی دمخه هم د بندیانو او د جگړی په لمړی کرښه کی د مړو د تبادلی په برخه کی د ښکیلو خواو سره همکاري کړې ده.

XS
SM
MD
LG