د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو باوري الوتکې او هوایي ډګرونه وپیژنئ


هره ورځ ۸ میلیونه خلک په الوتکو کې سفر کوي او هر کس غواړي وپوهیږي چې تر ټولو خوندي هوايي شرکت کوم دی.

په اسټرالیا کې د هوایي چلند د ارزونې یوې وبپاڼۍ د نړۍ د بیلابیلو هوايي شرکتونو د خدماتو او الوتکو کیفیت ارزولی دی. دوي د ۴۰۵ شرکتونو د الوتکو د تخنیکي پیښو، کیفیت، خدمات او نورې ځانګړتیاوې ارزولي او د دغو بر بنسټ یې شرکتونه ډلبندي کړي دي.

د افغانستان آریانا او کام اییر شرکتونه د نړۍ تر ټولو ټيټو ارزول شوو شرکتونو په کتار کې ځاې کړل شوي دي.

د نړۍ ۲۰ غوره هوایي شرکتونه په لاندې ډول ښوول شوي دي:

اییر نیوزي لنډ (د نیوزيلنډ هوایي چلند اداره)، الاسکا اییرلاینز، آل نیپن اییرویز، امیریکن ایرلاینز، آسټرین ایرلاینز، برټش ایرلاینز، کتي پسیفیک ایرویز، امارات، اي وي اې اییر، فین ایر، هاوایین ایرلانیز، کې ایل اېم، لوفانسا، کنتاس، قطر اییرویز، سکندوینن ایرلاین، سنګاپور ایرلانیز، سویس او یونایتد ایرلاینز.

منظمه هوايي ډګرونه

د هوایي چلند د معلوماتو ادارې OIG په یوې ورته ارزونې کې د ۲۰۱۸ کال تر ټولو منظمو هوایي ډګرونو او الوتکو نوملړ خپور کړی. په دغه لست کې د لاتینې امریکا کوپا ایرلاینز د نړۍ تر ټولو منظم هوایي شرکت او د جاپان پلازمینې ټوکیو هوایي ډګر تر ټولو منظم هوایي ډګر بلل شوی.


د OIGپه ډلبندۍ کې د نړۍ ۱۰ منظمه هوایي شرکتونه په لاندې ډول دي:

کوپا ایرلاینز (د کوپا هوايي چلند اداره)، اییر بالتیک، هاوایین ایرلاینز، بنکاک ایرویز، کنتاس ایرویز، لاتم ایرلاین، ازول، قطر ایرویز او د کې ایل ایم هوایي شرکت.

د OIG شرکت چې مرکزي دفتر یې د لندن په ښار کې ده هر کال د نړیوالو هوایي شرکتونو ارزونه کوي او په اړه یې معلومات د هوایي چلند ټولو شرکتونو سره شریکوي.

XS
SM
MD
LG