د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن باندې د سعودي عربستان بمبارۍ بیا پیل شوي


په یمن کې د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي یاغیانو پر اهدافو باندې بمبارۍ وکړې. دغه بمبارۍ دوه ورځې وروسته د هغه اعلان نه وشوې چې ویل شوي و چې د سعودي عربستان په مشري هوايي کمپاین په یمن کې پای ته ورسیده.

عیني شاهدان وايي چې بمبارۍ د عدن په بندري ښار کې د یاغیانو پر اهدافو شوي دي چیري چې حوثي یاغیان او د راپرځول شوي حکومت پلویان په جګړه اخته دي.

د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان اعلان وکړ چې د "قاطع توپان" په نامه هوايي عملیات یې په یمن کې پای ته ورسول، خو څو ساعته وروسته د عربستان په مشري ایتلافي الوتکو د عدن او تعز په ښارونو کې د یاغیانو هدفونه په نښه کړل.

سعودي عربستان تقریبا یوه میاشت د حوثي یاغیانو پرضد هوايي بمبارۍ وکړې چې په کې په سلګونو تنه خلګ ووژل شول او په دغه هیواد کې یې بشري ناورین رامنځ ته کړ، خو هوايي بمبارۍ ددې سبب نه شوې چې حوثي یاغیان پر شا وتمبېږي.

حوثي یاغیانو د یمن زیاتې برخې نیولي دي او ددغه هېواد ولسمشر عبدو ربو منصور هادي یې چې د لویدیځ ملاتړ ورسره دی، د قدرت څخه راوپرځولې او هغه سعودي عربستان ته پناه وړې ده.

داسې هم ویل کېږي چې د حوثي یاغیانو څخه د ایران شعیه حکومت ملاتړ کوي. رپوټونه خپاره شوي دي چې ایران د یمن د اوبو پر لور بیړۍ استولي دي چې ویل کېږي هدف یې د حوثي یاغیانو ملاتړ دی.

د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارتر د چارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا متحده ایالات اندېښمن دی چې د ایران بیړۍ د حوثي یاغیانو دپاره نظامي وسلې انتقالوي.

XS
SM
MD
LG