د لاس رسي وړ اتصالات

د سپینې ماڼۍ نوي امنیتي تدابیر


جمهور رئیس اوباما د استخباراتو پر وړتیا او زیار پوره ډاډ څرگند کړی دی.
جمهور رئیس اوباما د استخباراتو پر وړتیا او زیار پوره ډاډ څرگند کړی دی.

امریکا استخباراتو د سپېنې ماڼۍ نه بهر څارنه هغه وخت پیاوړې کړه چې څو وارې دغې ودانۍ ته د ننوتلو کوښښونه وشول. په یوه تازه پیښه کې د تیرې جمعې په ورځ یو سړی د سپنې ماڼۍ له کټارو واوښت او پرته لدې چې ونیول شی، ودانۍ ته ننوت.

همداشان یو بل سړي هم د شنبې په روځ په موټر کې سپېنې ماڼۍ ته د ننوتلو هڅه کړې وه.

ددې پېښو نه وروسته سپینې ماڼۍ وویل چې په خپلو امنیتي تدابیرو له سره غور کوي. دا په داسې حال کې دي چې جمهور رئیس اوباما د استخباراتو پر وړتیا او زیار پوره ډاډ څرگند کړی دی.

هر کال د نړۍ او د دننه د امریکا له گوټ گوټ څخه زیات شمیر خلک د سپېنې ماڼۍ د لیدو لپاره د واشنگتن ښار ته راځي.

که څه هم چې سپینه ماڼۍ پوره څارل کیږي خو داسې کوچنۍ پیښې کله نا کله رامنځ ته کیږي.

سپینه ماڼۍ وایي د امریکا استخبارات د سپینې ماڼۍ پر امنیتي تدابیرو باندې غور کوي
سپینه ماڼۍ وایي د امریکا استخبارات د سپینې ماڼۍ پر امنیتي تدابیرو باندې غور کوي

د امریکا د استخباراتو یو پخواني مامور، دېنی سپریگز، ددې پېښې لامل انساني اشتباه گڼي "دا په هیڅ ډول او بڼه یوه سیستماتیکه او منظمه هڅه نه ښکاري. زه فکر کوم چې دا جلا او ځانته پېښې دی که څه هم چې شمیر یی له هغه څه چې تمه کیږي زیات دی خو بیا هم ځانته او جلا پېښې دي او زه فکر نه کوم چې دا یوه دودیزه ستونزه وي."

جمهور رئیس اوباما خبریالانو ته ویلي چې استخباراتي کارکوونکي غوره دنده تر سره کوي.

هغه وایي "زه د دوي د قربانیو قدر کوم چې زما او زما د کورنۍ دپاره یې ورکوي."

ښاغلی اوباما دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د تکساس ایالت یو اوسیدونکی چې یو چاړه یې هم له ځانه سره درلوده، د ودانۍ محوطې ته په ور اووښتلو، پرته لدې چې څوک یی ودرولای شي، ځان د جمهور رئیس استوگنځي ته ورساوه.

دو څلویښت کلن، عمر گنزالیس چې د امریکا پخوانی پوځي دی او په عراق کې د جگړې دپاره ستایل شوی هم و، د استخباراتو مامور ته وویل چې هغه غوښتل د جمهور رئیس پام د چاپیریال تودوخې ته واړوي چې مخ په ویجاړیدو ده.

په تکساس کې د هغه گاونډی وایي گنزالیس ددې نه مخکې هم ده ته عجېبې خبرې کړې وې.

هغه وایي "ما ورسره خبرې وکړې، هغه ویل داسې گمان کوي چې څارل کیږي او خبرې یی هم د تیلفون له لارې اوریدل کیږي."

چارواکي وايي گنزالیس پخپل موټر کې اته سوه مرمۍ، یو غټه چاړه او دوې ترښځې درلودې.

په محکمې کې د دعوا وکیلانو د هغه په خلاف وویل چې هغه تر دې مخکې هم د یوه ټوپک او نقشی سره چې سپینه ماڼۍ پکې په نښه شوې وه، نیول شوی و. هغه درول شوی و خو توقیف شوی نه و.

د گنزالېس میرني زوي، جیري مرفي، پدې یقین نشي کولای چې گنزالس هلته چا ته د زیان رسولو دپاره تللی وي "... هغه خپل ذهن، خپله کورنۍ او هر څه هیواد ته قربانی کړي او زه فکر نه کوم چې زمونږ دغه هیواد خپلو سرتیرو ته پوره پاملرنه ولري."

د امریکا د گوټ گوټ څخه زیات شمیر خلک د سپېنې ماڼۍ لیدو ته راځي.
د امریکا د گوټ گوټ څخه زیات شمیر خلک د سپېنې ماڼۍ لیدو ته راځي.

د سپېنې ماڼۍ ویاند، جاش ایرنیست، پوویل "استخباراتو پدې اړه د ډاډ دپاره خپلې لارې چارې او معمول بهیر بدل کړی چې سپینې ماڼۍ ته د ننوتلو لارې او دروازې خوندی شي چې پدې ترڅ کې هغو صاحب منصبانو ته چې په لومړۍ کرښو کې دریږي، د پراخو روزنو د ورکولو تدابیر نیول شوی ترڅو دوي پر هغو پالیسیو او لارو چارو پوره خبر واوسي چې د سپېنې ماڼۍ د خوندي ساتنې سره تړاو لري او د هغو پېښو په وړاندې غوره گام اوچت کړي چې مونږ یی یو مثآل د جمعې په ورځ ولید."

د امریکا استخباراتي اداره اوس پدې غور کوي چې پر سیلانیانو باندې د څار لپاره د ودانۍ نه بهر په نورو برخو کې، مخکې لدې چې دوي سپینې ماڼۍ ته نږدی شي، د پلټنې او تلاشۍ نوې پوستې هم ځای په ځای کړي او که نه؟

XS
SM
MD
LG