د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار:افغان حکومت د ۱ میلیارد ډالرو حساب نشي ورکولای


د افغانستان د بیاروغونې دپاره د امریکا د څارنې ځانګړې اداره وايي چې د افغانستان یو شمیر وزارتخانې چې شمیر یې ۱۶ وزراتخانو ته رسېږي، د بهرنیوو مرستو په اداره او حسابو کتاب کې پاتي راغلي دي. د سیګار په ریپوټ کې د امریکا د نړیوال انکشاف پر ادارې یا یو اس اېډ باندي هم نیوکه شوې ده خو د امریکا حکومت بیا پر یادشوې ادارې باندي ادعا رد کړې ده.

د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې د پاره د امریکا د حکومت ځانګړې اداره یو مستقل ارګان دی . دغې ادارې په افغانستان کې د امریکا د حکومت د یو میلیاردو ډالرو څخه زیاتې مالي مرستې پر لګښت او ادارې باندي نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې یو اس اېډ د افغانستان حکومت ته ۶۹۶ وړاندیزونه کړي دي چې په چارو کې سموالی راشي چې ددغو وړاندیزونو له جملې څخه ۴۱ په سلو کې یې اشد ضروري ګڼل شوي دي.

د سیګار په ریپوټ حې دغه راز د امریکا د باندنیو چارو پر وزارت او د امریکا د نړیوال انکشاف پر ادارې باندې هم نیوکه شوې چې د مرستو په تړاو یې د امریکا کانګرس ته ناسم یاغیر مکمل معلومات وړاندي کړي دي خو د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویانده جن ساکي د سیګار د ریپوټ دغه برخه ردوي او داسي وايي ،،دغه ریپوټ زمونږ د مرستندویه پروګرام سره چې په افغانستان کې یې پرمخ بیایوو سمون نه خوري. په دې ریپوټ کې ادعا شوې ده چې د امریکا د حکومت په میلیاردو ډالر د افغانستان د حکومت له لارې په افغانستان کې لګول کېږي. حال دا چي حقیقت داسي نه دی بلکې مونږ یواځي ۳۰۰ میلیونه ډالره د افغانستان د حکومت له لارې مصرفوو او هغه هم د یوه شفاف میکانیزم له لارې لګول کېږي او امریکا یې پر مصرف باندې بشپړ نظارت ساتي.،،

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه چې د امریکا د حکومت اکثره مرستې چې د امریکا د خوا په مستقله توګه لګول کېږي یا د افغانستان د حکومت له لارې لګول کېږي، د امریکايي چارواکو له لوري په بشپړه توګه اداره او نظارت کېږي.

ماهرین: ګناه یواځي د افغان حکومت نه ده

د امریکا غږ د خبرو اترو په خپرونه کې مو څو ځلي هڅه وکړه چې د افغانستان د حکومت دریځ معلوم کړو خو په دې ونه توانېدو چې د حکومت کوم استاځی خپرونې ته حاضر کړو.

د اقتصادي او مالي چارو ماهر سید ظهیر ناصر وايي چې ګناه یواځي د افغان حکومت نه ده بلکې نړویواله مرستندونه ادارې هم د مالي مرستو په ناسم مدیریت او عدم حسابدهۍ کې شریک دي. هغه داسي وايي ،، کله چې پیسې د یوې منبع څخه د مصرف په موخه توزیع کېږي تر څو پوري چې په یوه ځانګړې برخه کې په مصرف رسېږي فساد کېدای شي په کښي رامنځ ته شي نو فلهذا کولای شو چې امریکايي او بهرنۍ منابعې هم په فساد کې شریکې وګڼو.،،

د یادونې وړ ده چې سیګار اندېښنه څرګنده کړې ده چې د افغانستان یادشویو وزارتخانو ته به په عادي حالت کې د دغه ادارې وروستي ریپوټ ته په کتو سره د امریکا د حکومت د مستقیمو مرستو ورکول ستونزمن کار وي.

آیا د سیګار او امنیتي موافقې ترمنځ رابطه سته؟

د سیګار ریپوټ په داسي حال کې خپرېږي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړېکې په دې ورستیو کې د امنیتي موافقې پر سر تر یوه بریده خړې پړې شوي دي خو د امریکا د نبراسکا د پوهنتون څخه شیرجان احمد زی بیا وايي چې د سیګار ریپوټ هر درې میاشتې وروسته خپرېږي او د امنیتي موافقې سره هیڅ تړاو نلري. هغه داسي وايي ،، دا یو ډیر تخنیکي او مالي ریپوټ دی چې په افغانستان کې د امریکا د مالي مرستو د لګولو په اړه د امریکا خلګو او کانګرس ته معلومات ورکوي. سره له دې چې د افغانستان د حکومت پر حکومتدارۍ باندي نیوکه شوې ده خو نشي کېدای چې د سیګار رېپوټ ته سیاسي بڼه ورکړل شي.،،


خو د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخیل بیا برعکس وايي چې سره له دې چې د سیګار په مخکینو ریپوټونو کې د افغانستان پر مدیریت، ظرفیت او توانمندۍ باندي نیوکې شوي دي خو دا ځل د سیګار نیوکې جدي دي او داسي معلومېږي چې د امنیتي موافقې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د خړې پړې شوې دیپلوماتیکي فضا سره تړاو ولري. هغه داسي وايي،، هیڅ امکان نلري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان سیاسي جریان دي د سیګار پر وروستي ریبوټ باندي اغیز ونلري . زه فکر کوم چې د امریکا حکومت د څو کلونو راهیسې چې د افغانستان پر حکومت باندي کوم انتقادات د ځینو سیاسي ملحوظاتو له امله نه کول، اوس یې د داسي ریپوټونو په چوکات کې کوي ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزمن سیاسي حالت حاکم دی.،،

میرمن کړوخیل زیاتوي چې د افغانستان حکومت تل ادعا لري چې د لازیات شفافیت دپاره دي نړیوالې مرستې د افغانستان د حکومت له لارې په افغانستان کې ولګول شي خو د سیګار له خوا شوې ادعاګانې د افغانستان د حکومت موقف په دې برخه کې کمزوری کوی ځکه افغانستان د مرستو د یوې کوچنۍ برخې مدیریت او حساب ورکونه په سمه توګه نشي کولای نو د ټولو نړیوال مرستو اداره به څنګه وکړي؟

د سیګار ریپوټ او د توکیو د نړیوال کنفرانس ژمنې

د سیګار په ریپوټ کې د افغانستان د عامې روغتیا، معادن او پطرولیم، زراعت ، مخابرات، معارف او مالیې وزارتونه یاد شوي دي او ویل شوي چې د امریکا د حکومت مستقیمې مرستې په کښي سمې ندي لګول شي او افغان حکومت ددغو مرستو حسابدهۍ نه ده ورکړې خو سیګار ویلي دي چې ورته ستونزې په ټولو وزارتخانو کې موجودې دي.

د سیګار په ریپوټ کې د عدم حسابدهۍ او شفافیت اندېښنې په داسي حال کې رابرسیره کېږي چې په توکیو کې د افغانستان په تړاو په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه وشوه او نړیوالو متحدینو دا شرط هم کښېښودی چې د دې دپاره چې مرستې پر سمې لارې ولګول شي په کار ده چې د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د شفافیت او حسابدهۍ په برخه کې یوه داسي فضا رامنځ ته شي چې دواړې خواووې د حسابدهۍ او دوه اړخیزه مسولیت احساس وکړي.

د نبراسکا د پوهنتون څخه د افغانستان د چارو کارپوه شیرجان احمدزی وايي چې اصلي ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د فساد په برخه کې د معافیت یو کلتور رایج سوی دی او ترڅو پوري چې ددغه کلتور چاره نه وې سوي او مسولین د قانون منګولو ته نه وي سپارل شوي په افغانستان کې به اداري فساد یوه دوامداره پدیده وي.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG