د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام: افغانستان جنوبي افریقا ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه


عظمت الله عمرزي په ۱۰۷ توپونو ۹۷ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد.
عظمت الله عمرزي په ۱۰۷ توپونو ۹۷ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد.

د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ نومبر لسمه (لړم ۱۹) افغانستان د عظمت الله عمرزي د ۹۷ منډو په مټ جنوبي افریقا ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.

د هند په احمد اباد کې د نرندرا مودي په لوبغالي کې نن افغانستان ددغه پنځوس اوریزې لوبې د پچې له ګټلو وروسته د لومړی توپ وهنې پرېکړه وکړه. او د لسو لوبغاړو په سوځېدو یې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۴۴ منډې وکړې.

عظمت الله عمرزي په ۱۰۷ توپونو ۹۷ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد.

د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په ترتیب له ۲۵ او ۱۵ منډو کولو وروسته وسوځېدل. توپ وهونکو رحمت شاه ۲۶ منډې او اکرام عليخیل ۱۲ منډې وکړې.

د جنوبي افریقا توپ اچوونکو جیرالډ کوتزي د افغانستان څلور لوبغاړي او لونګی نګیډي او کیشاو مهاراج دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

دا د نړیوال جام په لومړي پړاو کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده. جنوبي افریقا له وړاندې ددغه جام نیمه پای لوبو ته رسیدلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG