د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوب ختیځ ولایتونو مشران:په ټاکنو کې باید ګډون وشي


Paktia elders
Paktia elders
نن په جنوب ختيځو ولايتونو کې ديني عالمانو، قومي مشرانو، د سياسي ګوندونو استازو او د مدني ټولنې مختلفو بنسټونو د جمهوري رياست د دويم پړاو ټاکنو په اړه غونډې کړې او پر خلکو يې په ټاکنو کې د پراخ ګډون غږ کړی دی.

د لوګر، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو څخه دغه زرګونه راټولو شويو کسانو د پکتيا په مرکز ګردېز کې په يوه ستره غونډه کې پر دې خبرې وکړې، چې څنګ کولاي شي، خلک په دويم پړاو ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوي.

دوی همدارنګه د جمهوري رياست په دويم پړاو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او هم يې د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل، چې په ټاکنو کې د درغلۍ مخنيوی وکړي.

د پکتيا يو تن قومي مشر جنت ګل منګل په ټاکنو کې د خلکو برخه اخيستل، د هېواد د پرمختګ بنسټ او د ډيموکراسۍ مهم اصل وباله او له خلکو يې وغوښتل، چې د خپلې خوښې کانديد ته په پراخه کچه رايه ورکړي. هغه داسي وویل ،،نن اشرف غني او عبدالله عبدالله ټاکنو ته ولاړ دي، موږ وايو، چې تاسو خپله د دوی ترمنځ قضاوت وکړئ. نو تاسو پکتياوال ياست، چې تاسو څوک خوښوئ،،.

په پکتيا کې د ډاکټراشرف غني د انتخاباتي کمپاين مسوول ګل پاچا مجيد بيا له اوسني حکومت څخه وغوښتل، چې په انتخاباتو کې خپله بې طرفي ثابته وساتي او له يوه مشخص کانديد څخه ملاتړ ونه کړي. هغه داسي وویل ،،جمهور رئيس حامد کرزي د بې طرفۍ ژمنه کړې وه، خو نن ورځ يې نقض کړې ده. موږ ولسونه پر ده باندې غږ کوو، چې د پخوا په شان خپله بې طرفي وساتي،،.

د دغې غونډې برخه والو د حکومت پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړچې د هېواد په دغه تاريخي پړاو کې نه يوازې ټاکنې سبوتاژ نه کړي، بلکې د رای اچونې مرکزونو ته د خلکو د تګ مخه هم ونه نيسي.

دغه راز د لوګر په مرکز پُل عالم کې هم ديني عالمانو، قومي مشرانو او مدني بنسټونو د يوې غونډې په ترڅ کې له مخکښ کانديد ډاکټراشرف غني څخه ملاتړ څرګند کړ او هم يې پر خلکو د هغه په ګټه د رايې کارونې غږ وکړ. هغه داسي وویل ،،په لوګر کې د بدلون او دوام ټيم د انتخاباتي مبارزې مسوول محمد اکبر ستانکزی په دې اړه داسې وايي: ((دوي د سولې لپاره واقعي برنامه لري، هغه کسان سولې ته راغواړي، چې خلکو ته قناعت ورکړي. که غواړئ، چې په افغانستان کې سوله راشي او فساد له منځه لاړ شي، نو يواځنی انتخابات اشرف غني دی،،.

بل لور ته د خوست سوداګرو هم غونډه کړې او د بدلون او دوام ټيم پلانونو ته په کتو سره يې ويلي، چې د دغه ټيم بريا د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا لپاره ډېره مهمه ده او دغه راز د اړتيا پرمهال د دې ټيم ټول مالي لګښتونه پر خپله غاړه اخلي.

د يو بل خبر له مخې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو هم د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت د لېرې پرتو سيمو خلک په دويم ځلي انتخاباتو کې پراخ ګډون ته راووبلل.

د يادونې وړ ده، چې په مجموعي ډول د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې په لوګر، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې تر اويا فيصده زياته رايه د کانديد ډاکټراشرف غني احمدزي په ګټه کارېدلې وه.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG