د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ جادوګر لوبغاړي د لوبې سره مخه ښه وکړه


د کرکټ جادوګر لوبغاړي د لوبې سره مخه ښه وکړه
د کرکټ جادوګر لوبغاړي د لوبې سره مخه ښه وکړه

په سریلانکا کې د هند او کوربه هیواد د کرکټ د لوبډلو تر منځ د دې میاشتې یوه د ټسټ لوبه په دوه لحاظه د دغه هیواد د ولس لپاره زیاته په زړه پورې وه.

د هغوي لپاره لومړنی ښه خبر دا ؤ چې پدغې لوبې کې سریلانکا هندوستان ته د زیاتو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

همدارنګه د سریلانکا په اوسنۍ لوبډلې کې تر ټولو سابقه دار او تکړه لوبغاړي موتهای مورلي تهرن هم د لوبې سره مخه ښه وکړه.

مرلي تهرن چې اوس 38 کاله عمر لري د هند سره یې پدغې لوبې کې پوره اته کسان وسوځول او د ټسټ په لوبو کې لومړنی لوبغاړی شو چې زیات شمیر لوبغاړي یې سوځولي دي. مرلي تهرن د ټسټ لوبو د پیل نه تر پرونۍ لوبې پورې پوره اته سوه لوبغاړي سوځولي دي چې هیچا تر دې دمه داسې کارنامه نده کړې.

موتهای مورلې تهرن باید چې اته لوبغاړي سوځولي ؤ چې د ویکټو اخیستلو شمیر یې اته سوو ته ختلی ؤ او هغه خپل دغه ارمان پرون د پنجشنبې په ورځ پوره کړ.

د لوبې په پای کې د سریلانکا د لوبډلې غړو مورلې تهرن په اوږو له میدان نه وویست. هغه د کرکټ توپ د ځانه سره پورته نیولی ؤ او د لوبې د کتونکو د چغو او هڅونو قدرداني یې کوله.

د اسټرالیا د لوبډلې یو پخوانی غړی شین وارن چې د موتهای مورلې تهرن نه وروسته دوهم لوبغاړی چې زیات لوبغاړي یې سوځولي دي وایي هغه پدې عقیده دی چې هیڅوک به مورلي تهرن دغه ریکارډ مات نشي کړی. د یادولو وړ ده چې شین وارن د ټسټ په لوبو کې 709 کسان سوځولي دي.

د مورلې تهرن په توپ غورځولو باندې په کال 1995 کې کله چې هغه د اسټرالیا په خلاف لوبه کوله د جنجال سره مخ شو او لوبې ریفري د هغه یو توپ ونه شماره خو یو کال وروسته د کرکټ نړیوالې شوراد هغه توپ اچول قانوني وګڼل.

موتهای مورلی تهرن چې د کرکټ په نړۍ کې ورته د جادوګر توپ اچونکي لقب ورکول شویدی، د کږې څنګلې سره نړۍ ته راغلی دی او همدغې کږې څنګل هغه ته زیاته ګټه کړیده او د توپ اچولو ځانګړی خاصیت لري. موتهای مورلې تهرن کله یې چې د کرکټ په نړۍ کې د شین وران ریکارډ مات کړ نو د سریلانکا د پارلمان لخوا ونازول شو. باید وویل شي چې موتهای مورلي تهرن د سریلانکا په لوبډلې کې یوازینی غړی چې د تامیل د قوم سره اړیکې لري.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG