په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چین څخه غوښتي دي چې د برېښنا د تولید او د روغتیايي مرکزونو د تجهیز په برخو کې ورسره همکاري وکړي.
د طالبانو حکومت د یکشنبې په ورځ، جنوري پنځم (مرغومي ۱۶) په یو بیان کې ویلي چې دا غوښتنه د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د چین له سفیر جاو شېنګ سره په لیدنه کې کړې ده.
په بیان کې راغلي چې مولوي حنفي د افغانستان به مختلفو برخو کې د چین د پانګونې هرکلی کړی او دغه راز د چین له دولت څخه یې وغوښتل "چې د برېښنا د تولید او په عصري ماشینري د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د تجهیز په برخو کې هم همکاري وکړي".
په کابل کې د چین سفارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
خو د طالبانو د حکومت په بیان کې راغلي چې په کابل کې د چین سفیر جاو شېنګ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې غوړېدو ته په اشارې ویلي هېواد یې چمتو دی چې راستنو شویو افغان کډوالو ته کورونه جوړ کړي.
جاو شینګ دغه راز د کرنې او سړو خونو جوړولو، روغتیا، د کانونو استخراج او د سروېګانو د ترسره کولو په برخو کې د طالبانو له حکومت سره همکاریو ته چمتووالی ښودلی دی.
طالبانو په داسې حال کې له چین څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) د راپور په اساس افغانستان د انرژۍ له یو ستر بحران سره مخ دی او په دې هیواد کې اوسمهال یوازې شاوخوا ۴۰ فیصده کورنۍ بریښنا ته لاسرسی لري.
دغې ادارې ویلي چې د افغانستان د بریښنا سکټور د سترو ننګونو سره مخ دی چې په وینا یې په دغو ننکونو کې انرژۍ ته په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې محدود لاس رسی او پر وارداتي بریښنا باندې ډیره زیاته اتکا شامله ده.
د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د معلوماتو له مخې دغو ننګونو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، پوهنې، بشري مرستو، پرمختګ او اقتصادي ودې باندې منفي اغیزې کړي دي.
د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام زیاته کړې چې په افغانستان کې په کوردننه تولید کیدونکي بریښنا د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولی.
د بریشنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان اوس مهال د خپلې شاوخوا ۱۴۰۰ میګاواټو د اړتیا وړ بریښنا شاوخوا ۷۵ فیصده یې د خپلو څلورو ګاونډیو هیوادونو ایران، تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان څخه واردوي.
افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې دغو څلورو ګاونډیو ته د بریښنا د مصرف له امله ۲۹۹ میلیون ډالر ورکړي دي.
افغانستان یوازې د خپلې اړتیا وړ بریښنا شاوخوا ۳۰ فیصده له خپلو داخلي منابعو څخه ترلاسه کوي او وارداتي بریښنا د دې هېواد یوازې ۴۰ فیصده اړتیاوې پوره کوي.
فورم \ دبحث خونه