د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې تېرکال یې ۱۷.۵ میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي


د افغانستان د مس عینک د کان ساحه
د افغانستان د مس عینک د کان ساحه

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د خپلو عوایدو د زیاتیدو خبر ورکوي او وايي د کانونو په سکټور کې یې د پانګونې لپاره هڅې چټکې کړې دي. خو د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندل او سیمه ییز رقابتونه د پانګونې په برخه کې خنډ ګڼي.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت یکشنبې په ورځ اپریل دویمه (وري ۱۳) وویل چې په تیر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې نږدې۱۷.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي، چې ۱۴ میلیارده یې د ډبرو سکرو د صادراتو څخه ترلاسه شوي دي.

ددغه وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۰ لمریزکال کې ددغه وزارت له خوا د راټولو شویو عوایدو اندازه ۲.۶ میلیارده افغانۍ وه.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، نړیوالې ټولنې له افغانستان سره هغه مرستې، چې له مخکني‌ حکومت سره یې کولې، بندې کړې. د طالبانو حکومت د نړیوالو څخه اوس هغه مرستې نه ترلاسه کوي او د عوایدو یوازینۍ لاره یې د افغانستان ګمرکونه او معادن دي.

ددغه وزارت د پلان او پالیسۍ معین مولوي ضیاالرحمان اریوبي د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته په تیر لمریز کال کې د خپل وزارت د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې دوی په ۲۵ ولایتونو کې ۴۹۳ د کانونو د ساحو سروې کړې ده. هغه وویل، چې په تیرکال کې تر ۸۰ پورې کوچني ډول ډول کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي دي.

مولوي اریوبی وویل: "د هرات ولایت د اوسپنې او د غور ولایت د سرب کانونو اته بلاکونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي دي. د اسنادو د بین الوزارتي کمیټې د ارزونې څخه وروسته اقتصادي کمیسیون ته لیږل شوي دي. د هرات ولایت د زنده جان د ساحې د سیمنټو خامو موادو ساحې او د تخار ولایت د سمینټي ساحې سره زر د لوی مقیاس کانونه داوطلبۍ ته سپارل شوي دي".

همداشان هغه وویل، چې د کندهار ولایت د شوراندام د سیمنټو خامو مواد د ساحې تړون د یو افغان شرکت سره او د امو سیند د نفتو د حوزې د استخراج تړون د یو چینايي شرکت سره لاسلیک شوی دی.

مولوي ضیاالرحمان اریوبي وویل، چې د لوګر د عینکو د میسو کان په اړه لا هم د چینايي شرکت سره خبرې دوام لري.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي همایون افغان د کانونو د عوایدو د مصرف په اړه د یو خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې عواید د بودیجې د تمویل لپاره مالیې وزارت ته لیږدول کیږي.

ښاغلي افغان وویل: "تاسو پوهیږئ چې پخوا د دولت ډیره بودیجه د بهرنیو له خوا تمویدله اوس د 'اسلامي امارت' ټوله بودیجه د خپلو عوایدو څخه تمویلیږي طبیعي خبره ده، چې دغه عواید مستقیمآ مالیه وزارت ته ځي او د هغې لارې څخه د هیواد د بودیجې په تمویلولو کې ترې کار اخیستل کیږي".

همداشان ښاغلي افغان وویل، چې د قوش تیپي د کانال د پروژې د تمویل لپاره هم د ډبرو سکرو د یو کان عوایدو څخه کار اخیستل کیږي.

په تیرو میاشتو کې یو شمیر چینايي پانګوالو افغانستان ته سفرونه کړي او په دغه هیواد کې په ځانګړي ډول د کانونو په سکټور کې یې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

خو د اقتصادي چارو یو استاد ظاهر حلیمي فکر کوي، چې د کانونو په سکټور کې د پانګونې په برخه کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو د مسلې ترڅنګ ځینې نورې ستونزې هم شته دی.

ښاغلي حلیمي وویل: "کوم ریښتیني محدودیتونه چې شته دی دا دي، دې ته په پاملرنې، چې د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی دا راته نه ښکاري، چې مختلف هیوادونه دې په اسانۍ طالبانو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي".

د اقتصاد یو بل استاد عیسی رضايي د امریکا او چین او سیمه ییزو رقابتونو ته په پاملرنې دا ګڼي، چې دا رقابتونه به په افغانستان کې په کانونو کې د پانګونې مخه ونیسي.

ښاغلي رضايي وویل: "فکر نه کوم، چې امریکایان به چینایانو ته اجازه ورکړي، همداشان د چین نړیوال او سیمه ییز رقیبان به اجازه ورنکړي، چې دغه هیواد په ارام زړه له طالبانو امتیاز واخلي او کانونه وسپړي".

افغانستان کې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د طالبانو حکومت د یو چینايي شرکت سره د امو د سیند د نفتي حوزې د تیلو د استخراج یو تړون د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړۍ اونۍ کې لاسلیک کړ.

خو ددغې حوزې تړون د افغانستان د مخکني حکومت پر مهال هم یو بل چینايي شرکت سره لاسلیک شوی و، چې د ځینو ستونزو له امله هغه چنايي شرکت له تړون څخه په شا شو او بیا د طالبانو حکومت د 'سيٍ پي اې آی سي' په نوم د یو بل چینايي شرکت سره نوی تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو د حکومت د کانونو اوپټرولیم وزارت وايي، چې ددغه چینايي شرکت کارکوونکي په سیمه کې دي او عملآ یې د تیلو د ایستلو کار پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG