د لاس رسي وړ اتصالات

هند د وریجو پر ځینو صادراتو بندیز ولګوه


په هندي کشمیر کې یو بزګر د وریجو فصل ټولوي.
په هندي کشمیر کې یو بزګر د وریجو فصل ټولوي.

په نړۍ کې د وریجو ترټولو ستر صادرونکی هېواد هند وايي د وریجو پر ځینو صادراتو یې "په سمدستي توګه" بندیز لګولی دی. تمه کیږي چې دا اقدام به په نړیواله کچه د خوړو نرخونه نور هم لوړ کړي.

د کرونا وبا، په اوکراین کې د جګړې او د وریجو پر حاصلاتو د اقلیمي بدلونونو د اغیزو له کبله په نړیوالو بازارونو کې د وریجو بیې له وړاندې د تیرو څو لسیزو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د هند د خوړو او مصرف کوونکو د چارو وزارت د جمعې په ورځ جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۰) په یوې اعلامیې کې وویل د غیر باسمتی سپینو وریجو پر صادراتو یې بندیز لګولی، کوم چې ددغه هېواد د وریجو د مجموعي حاصلاتو شاوخوا څلورمه برخه جوړوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام به په هند کې د وریجو "کافي شتون یقیني کړي او په کورني بازار کې به د نرخونو لوړوالی کم کړي."

د "ګرو اینټلیجنس" د څېړنیز شرکت د معلوماتو په اساس، هند د نړۍ د وریجو د ټولو صادراتو لږ تر لږه ۴۰ سلنه جوړوي، او وروستۍ پرېکړه یې کولی شي "هغه هیوادونه چې د وریجو په وارداتو باندې ډیره تکیه کوي، د خوراکي ناامنۍ د زیاتوالي له خطر سره مخامخ کړي."

دغه شرکت ویلي، تمه کیږي چې افریقایي هیوادونه، ترکیه، سوریه او پاکستان د دې بندیز له امله زیانمن شي چې له وړاندې د خوراکي توکو د لوړو بیو او انفلاسیون سره مخامخ دي.

د هند د خوړو وزارت ویلي، په نړیوالو بازارونو کې د تقاضا د زیاتېدو له امله د هند د غیر باسمتی سپینو وریجو صادراتو په دویمه ربع کې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی موندلی.

په صادراتو کې دا زیاتوالی په داسې حال کې راغلی چې د هند حکومت د سپتمبر په میاشت کې د ماتو وریجو په صادراتو بندیز ولګاوه او په سپینو وریجو باندې یې ۲۰ سلنه صادراتي مالیه وضع کړه.

هند تیر کال څه باندې ۱۰ میلیون ټنه غیر باسمتی سپینې وریجې صادرې کړې.

اقتصادي شنونکی آسکر تجاکرا وايي، بدیل عرضه کونکي هېوادونه د هند د صادراتو د کمېدو په صورت کې په نړۍ کې د وریجو د تشې د ډکولو لپاره کافي ظرفیت نلري.

تجاکرا فرانس پرس ته وویل: "په عموم ډول لوی صادرونکي تایلینډ، ویتنام او تر یو حده پاکستان او متحده ایالات دي خو دا هېوادونه د وریجو دومره حاصلات نلري چې دا تشه ډکه کړي."

تجاکرا وايي، د مسکو لخوا د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غله جاتو د لېږد تړون لغوه کېدل لا دمخه د غنمو د بیو د لوړیدو لامل شوی دی. نوموړي زیاته کړه: "دا به په ټوله نړۍ کې انفلاسیون زیات کړي ځکه چې وریجې د غنمو د بدیل په توګه کارول کیدی شي."

په هند کې د وریجو بیې د روان کال په لومړۍ ربع کې نږدې ۱۵ سلنه لوړې شوې دي. د "کریسل" اقتصادي څېړنو د ادارې مشر پوشن شرما وايي، حکومت "په واضح ډول دې ته د کورني خوراکي خوندیتوب او انفلاسیون له نظره د سرې کرښې په توګه ګوري."

هند تیر کال د غنمو او بورې صادرات هم محدود کړي وو ترڅو په کور دننه نرخونه کنټرول کړي.

XS
SM
MD
LG