د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ومنله چې پر طالبانو یې بیا هوایي بریدونه پیل کړل


په کابل کې د امریکا د پوځ ویاند وویل چې امریکایي ځواکونو "د نویو صلاحیتونو له مخې محدود شمیر هوایي بریدونه وکړل."
په کابل کې د امریکا د پوځ ویاند وویل چې امریکایي ځواکونو "د نویو صلاحیتونو له مخې محدود شمیر هوایي بریدونه وکړل."

د جمهور رئیس اوباما د تصمیم وروسته، چې په افغانستان کې یې د یاغیانو پر وړاندې د امریکایي ځواکونو مداخله پراخه کړه، امریکایي هوایي ځواک د لومړي ځل لپاره د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه وکړل.

دوو امریکایي منصبدارانو د جمعې په ورځ د اسوشیتیدپرس اژانس ته دا خبره تائید کړه، خو ډیر جزییات یې ور نه کړل.

په کابل کې د امریکا د پوځ ویاند برید جنرال چارلز کلیولند وویل چې امریکایي ځواکونو "د دغو نویو صلاحیتونو له مخې محدود شمیر هوایي بریدونه وکړل."

هغه زیاته کړه چې دغه هوایي بریدونه "یواځې په هغه ځایونه کې کیږي چې افغان لورې ته یې ستراتیژیکه گټه ورسیږي."

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس تصمیم د امریکا پوځ ته په فضا او ځمکه کې د افغان ځواکونو د پراخ ملاتړ زمینه برابره کړه.

د پنتاگون ویاند جیف دیویس وایي د امریکایي ځواکونو پراخ صلاحیتونه په عمل کې پلي شوي.

د هغه په وینا دا کار د شاو خوا یوې اونۍ راهیسې عملي شوی دی.

دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د امریکا حکومت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمیر په اړوند ارزونه پیل کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د مجلس غړې جینه شاهین د امریکا غږ سره په مرکه ویلي چې د جمهور رئیس بارک اوباما نه یې په یوه لیک کې غوښتي دي چې په افغانستان کې دې د امریکایي ځواکونو شمیر نه کموي.

XS
SM
MD
LG