د لاس رسي وړ اتصالات

د پنځوايي د پېښې پر عسکر به د17 افغانان د وژلو رسمي تورونه ولګول شوي


دامریکا چارواکي وايي تمه ده چي پر ضابط رابرت بيلز باندي نن د جمعې په ور ځ د اولس قتلونو تور - چي افغان ملکيان يي قتل عام کړیدي – ولگول سي. هغه دکندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کي په دوه کليوو کي يوشمير خلک ويشتلي او وژلي دي. چارواکي وايي په دې تورونو کي به شپږتورونه د قتل د هڅې کولو او شپږ تورونه دبريد کولو په اړه پري ولگول شي. هغه دغه ډزي اومړي د مارش په 11- مه کړي وو.

ضابط بيلز په پوځ کي 11 کلنه سابقه لري. او اوس دکانزاس ايالت د فورت ليونورت په عسکري چوڼی کي توقيف دی. پرهغه داتور لگول سویدی چي دافغانستان د کندهار په ولايت کي د شپي له خوانه له خپلي قشلې نه ووت او په دوه کليوکي يې نهه ماشومان او اته تنه ځوانان او ښځي ووژل.

دهغو افغانانو خپلوان چې په دي ډزو کي ووژل شول، هغوي د جمعې په ورځ وويل چي دوي غواړي ضابط رابرت بيلز په افغانستان کي محاکمه سي.

رپوټ وايي چي دغو وژنو دافغانستان او امريکا لړزنده اړيکې نوري هم پسي خړی پړي کړلې. دا اړيکې تردي مخکي ديوڅه غلطو اقداماتو په واسطه خرابی شوي وي، په دې کې کابل ته نږدې د بگرام په هوايي اډه کي د قرآن کريم دنسخو غيرعمدي سوزول شامل وو.

د رابرت بيلز ملکي وکيل هينري براون وايی چي د ده موکل د جگړې د فشارونو او له جگړې نه وروسته د غم اوخواشينۍ سره مخ و.

رپوټ وايي چي دغه عسکر دري ځلي په عراق کي خدمت کړيدی او مخکي له دينه چي افغانستان ته په تير ډيسيمبر کي وليږل شي، هغه په 2010 م کال کي دمغزي صدمي او زيان نه شکايت درلود. رپوټ وايي چي د پنجوايي دقتل عام نه يوه ورځ مخکي هغه خپل ملگری عسکر ولیدی چي پښه يه په بم باندي الوتلې وه.

په همدې اړه د واشنگټن پوست ورځپانه ليکي د پوځ دا پريکړه چي پر ضابط بيلز باندي رسمی تورو نه ولگوي د محمد وزير د غوسی په کمولو کي هيڅ ونکړل.

په دغه قتل عام کي پنځه دير ش کلن محمد وزير د کورنۍ 11 تنه غړي وژل شوی دي . دی وايی چي موږ غواړو دا سړی په افغانستان کي زموږ په حضور کي محاکمه سي.

واشنگټن پوست ليکي چي محمد وزير د پنجوايي دهغو دوه کوچينو کليو داوسيدونکو له جملی نه دی چې ضابط بيلز پري ديوي ادعا له مخې، سهاروختی بريد کړی و.

رپوټ وايي چی ددغه بريد په وخت کي وزير، له خپل زوی حبيب شاه سره په سپين بولدک کي و. نوموړی ددغي پيښی يوازينی ژوندی ماشوم دی.

واشنگټن پوست د وزير له قوله ليکی چي ترننه پوري افغان ولايتي چارواکو چی ددغه قتل عام د قربانيانو له کورنيو سره يي کتلي دی او د امريکا پوځ ددغې پيښی له عيني شاهدانو او يا دقربانيانو له کورنيو سره رابطه نده ټينگه کړی . هغه وويل چي تراوسه پوري هيڅوک ندی راغلي چي په دي پيښه کي تحقيقات وکړی او يا له موږ نه پوښتنه وکړی، يا کلی وگوري . هغه واشنگټن پوست ته په غوسه وويل چي " موږ عدالت غواړو."

XS
SM
MD
LG