د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په انتخاباتو کې د مخکښو کاندیدانو جدي سیالي


د اپریل پر ۵ مه نېټه په ویسکانیس ایالت کې د ډموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوند مقدماتي انتخابات کیږي.
د اپریل پر ۵ مه نېټه په ویسکانیس ایالت کې د ډموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوند مقدماتي انتخابات کیږي.

سره له دې چې د امریکا د مقدماتي انتخاباتو بهیر سوکه شوی دی خو د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو ترمنځ د ګوندي انتخاباتو دپاره مبارزه اوس هم ادامه لري چې ددواړو ګوندونو نوماندان معلوم شي.

د دواړو ګوندونو نوماندان به بیا د روان کال د نومبر په میاشت کې د سپینې ماڼۍ دپاره سیالۍ ته ودریږي.

د ډیموکراتانو په ګوند کې هیلري کلینټن ته د هغې سیال سناتور برني سندرس د شنبې په ورځ هغه مهال ضربه ورکړه کله چې یې د واشنټګټن، هاوايي او الاسکا په ایالتونو کې ګوندي مقدماتي انتخابات وګټل.

خو بیا هم د ښاغلي سندرس او میرمن کلینټن ترمنځ د ګوندي استاځو له لحاظه ډیر تفاوت موجود دی او کلینټن اوس هم ۳۰۰ ډیر استاځي لري خو په یادشویو دریو ایالتونو کې بریالیتوب د سندرس کمپاین ته قوت ورکړ او اوس سندرس وايي چې هغه بریالی کیدای شي.

د اپریل پر ۵ مه نېټه په ویسکانیس ایالت کې د ډموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوند مقدماتي انتخابات کیږي.

د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې بیا د ډونالد ټرمپ او سناتور تید کروز ترمنځ اختلافات تر دې حده رسیدلي دي چې د یو بل شخصي حریم ته ننوتي او د یو بل سپکاوی کوي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند مقدماتي انتخابات هم د اپریل په ۵ نیټه په ویسکانسن ایالت کې کیږي. ځییني مبصرین پیشبیني کوي چې ویسکانسن به د اوهایوو د والي جان کسیک دپاره چې هغه هم د جمهوري ګوند یو کاندید دی، وروستۍ ایستګاه وي. هغه په دې ورستیو کې وویل چې د جمهوري ګوند د سیالۍ څخه به ونوځي ځکه د هغه وتل به ډونالد ټرمپ ته چې اوس مخکښ دی، ګټه ورسوي.

حمهوري غوښتونکي کاندیدان اوس پر شمال ختیځو ایالتونو باندې تمرکز کوي چې مقدماتي انتخابات وګټي.

د ګوند د نوماندۍ د ګټلو دپاره ټیډ کروز او ډونالډ ټرمپ ۱۲۳۷ استاځو ته اړتیا لري. که چیري داسې ونشي نو بیا به د ګوند په کانونسیون کې دویم ځلي ګوندي انتخابات کيږي چې د ګوند نوماند معلوم شي.

XS
SM
MD
LG