د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني:امریکایان به په بد او بدترکې یو کاندید ته رای ورکوي


د نړۍ د بیلو بیلو ملکونو مشرانو د امریکا د انتخاباتو په هکله بیل بیل نظرونه څرگند کړي دي. سره له دی چې د دغه سیاسي مشرانو په خپلو هیوادونو کې د مدني او بشري حقوقو وضع خرابه ده.

ځیني مشران د امریکا په انتخاباتو او جمهوري ریاست د مقام په کاندیدانو انتقاد د پروپیگنډ دپاره کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په ارک ښار کې په یوې ټیلوژني وینا کې وویل چې هغه د امریکا په انتخاباتو کې یو کاندید هم غوره نه گڼي. هغه وویل چې امریکایان باید په دوو کسانو کې یو انتخاب کړي چې یو یې بد دی او بل یې بدتر دی

ښاغلي روحاني زیاته کړه چې امریکا ادعا کوي چې د ٢٠٠ کلونو راهیسي یې په ملک کې د دیموکراسۍ نظام نافذ دی. خو اوسنی حالات ښیی چې په دغه ملک کې د اخلاقي اصولو لپاره هیڅ ځایي نشته.

د ایران ټلوژن د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوه مناظرې په مستقیمه توگه خپری کړی. د ایران مطبوعات د امریکا انتخابات تعقیبوي او په خاصه توگه په امریکا کې اقتصادي او د ټولنیز مسایلو په هکله تبصري کوي.

په ایران کې په ٢٠١٧ کال کې د جمهوري ریاست انتخابت کیږي او روحاني په قانوني توگه کولی شي چې د دوهم ځل لپاره هم د جمهور رئیس مقام ته ځان کاندید کړي.

XS
SM
MD
LG