د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې اداره (یو ایس ایډ) وايي افغانستان کې د غالیو اوبدلو صنعت د ودې او پرځان د بساینې لپاره یې کابل کې د وړیو د نخ اوبدلو یو مرکز او په هرات کې د نخ د رنګ کولو او وچولو یو مرکز جوړولو لپاره مالي ملاتړ برابر کړی چې د ښځو په ګډون په کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې (یو ایس ایډ) د جمعې په ورځ جنورۍ لسم (مرغومې ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغې ادارې په ملاتړ په کابل کې د څه باندې ۱۳۵ ټنو په کلنۍ ظرفیت سره د با کیفیته وړیو نخ د تولید یو مرکز د غالیو د یو شرکت له خوا جوړ شوی دی.
یو ایس ایډ لیکلي: "دا مرکز په ټیټ کیفیته وارداتو باندې د شرکت اتکا کموي، عاید یې له ۹۶۰ زرو څخه ۱.۳ میلیون ډالرو ته لوړوي، او ډیرې نوې دندې پکې رامینځته کوي".
یوایس ایډ ویلي چې ددغې ادارې په مالي ملاتړ، په کابل کې د غالیو یو شرکت د وړیو د نخ اوبدلو یو مرکز جوړ کړی چې ۴۸۲ کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي، چې زیات یې د ښځو لپاره دي.
یوایس ایډ ویلي: "دا مرکز په کال کې تر ۹۰ ټنو ډیر نخ تولیدوي، د غالیو تولید له ۹۰۰۰ نه ۱۳۵۰۰ مربع مترو ته لوړوي او د شرکت عواید له ۹۵۰۰۰۰ نه ۱.۴۲ میلیونه ډالرو ته زیاتوي".
همداشان د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو بل پیغام کې ویلي دي چې د هرات په ولایت کې یې هم د غالیو د اوبدلو د یو بل شرکت سره د وړیو نخ د تولید په برخه کې مرسته کړې ده.
یو ایس ایډ ویلي چې دا شرکت د ۱۰۰ ټنو په کلنۍ ظرفیت سره د وړیو د نخ د رنګ کولو او وچولو وړتیا لري.
یو ایس ایډ ویلي: "دا مرکز په وارداتو باندې د شرکت اتکا کموي، عاید یې له ۶۰۰،۰۰۰ څخه ۸۵۰،۰۰۰ ډالرو ته لوړوي، او په لسګونو د بشپړ وخت دندې پکې رامنځته کوي".
افغانستان کې د پیړیو راهیسې په دودیز ډول غالۍ اوبدل کیږي، چې تر ډیره د وړیو د نخ د تولید او رنګونو په برخو کې هم د دودیزو لارو کار اخیستل کیږي. خو په دې وروستیو لسیزو کې د امریکا د انکشاف د نړیوالې ادارې (یوای ایډ) په ګډون ځینو نړیوالو ادارو او افغان پانګوالو د غالیو د اوبدلو صنعت سره په پرمختللو طریقو د وړیو د نخ او رنګولو د تولید په برخو کې مرستې کړي او پانګونه یې کړې ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې د افغانستان د غالیو صنعت د ودې لپاره دا مرستې په داسې حال کې کړي چې د غالیو افغان سوداګر وايي چې د اقتصادي ناسم وضعیت له امله یې په افغاسنتان کې دننه د غالیو خرڅلاو کم شوی دی.
د محب الله په نوم د غالیو یو سوداګر امریکا غږ ته ویلي چې دمخه یې تر ۳۰ فیصدو پورې غالۍ دننه په افغانستان کې پلورلې، خو اوس دا اندازه پنځه فیصدو ته راټیټه شوې ده.
د غالیو دغه سوداګر وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د تولید شویو غالیو ۹۵ فیصده یې بهرنیو هیوادونو ته صادریږي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي چې افغانستان په تیر ۲۰۲۴ کال کې بهرنیو هیوادونو ته د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې کړې وې.
هغه ویلي: "په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان څخه ۳۹۶۰ ټنه غالۍ د ۱۵ میلیونو او ۳۶۱ زرو ډالرو په ارزښت پاکستان، استرالیا، ایران، ترکیه، ترکمنستان، اوزبیکستان، جرمني، هالنډ، امریکا متحده ایالاتو، هند، کاناډا، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او نورو هیوادونو ته صادرې شوې دي".
د غالیو د تولیدکوونکو او صادرونکو ټولنه وايي، چې د افغانستان پر بانکونو محدودیتونو او د اوکراین جګړې د دغه هیواد د قالینو په صادراتو ناوړه اغیزه کړې او د غالیو صادرات یې کم کړي دي.
ددغې ټولنې د معلوماتو له مخې د بانکي ستونزو له امله افغان سوداګر دې ته اړ شوي، چې د غالیو صادرات لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه نورو هیوادونو ته صادرې کړي، چې پاکستاني سوداګر هم اکثره دا غالۍ د پاکستاني غالیو په نوم بهر ته صادروي.
د غالیو صنعت په افغانستان کې د ډیرې اوږدې مودې راهیسې په ځانګړي ډول ددغه هیواد په شمال، لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې دوام لري، چې په تیرو دریو لیسزو کې ددغو ولایتونو سربیره د کابل په ګډون نورو ولایتونو کې هم خلکو دغه صنعت ته مخه کړې او ډیرې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د غالیو د اوبدلو له لارې خپلو کورنیو ته روزي ګټي.
د غالیو د تولیدکوونکو او صادرونکو ټولنې د معلوماتو له مخې افغانستان کې یو اعشاریه دوه میلیونه خلک چې ۸۰ فیصده یې ښځې دي په دې صعنت کې کار کوي.
فورم \ دبحث خونه