د لاس رسي وړ اتصالات

د ارمنیانو د ډلییزې وژنې په اړه د پاپ خبرو، ترکیه پارولې ده


پاپ فرانسیس وايي دا د ده دنده ده چې د بې ګناه نارینو، ښځو، ماشومانو، پادریانو او راهبانو یاد ته درناوی وکړي.
پاپ فرانسیس وايي دا د ده دنده ده چې د بې ګناه نارینو، ښځو، ماشومانو، پادریانو او راهبانو یاد ته درناوی وکړي.

ترکیې د واتیکان استازی احضار کړ چې د پاپ فرانیس د وروستیو څرګندونو په اړه ورته اعتراض وکړی. پاپ د یکشنبې په ورځ د ارمنیانو د ډله ییزې وژنې په سلم تلین کې، هغه پېښه د ارمنیانو نسل وژنه وبلله.

پاپ په سنټ پېټر باسلیکا کې په یوه عمومي غونډه کې وویل چې په لومړۍ نړیوالې جګړې کې د عثماني ترکانو - عثماني خلافت- له لورې د څه باندې ۱.۵ میلیونه ارمنیانو وژل "د شلمې پېړۍ لومړنۍ نسل وژنه وه. "

ترکيې د واتیکان استازي ته ویلي چې د پاپ دغو څرګندونو " ډېر خواشینې کړې دې. "

د ترکیې یو چارواکي ویلي د پاپ دې خبرې چې په ۱۹۱۵ کال کې د ارمنیانو ډله ییز وژل، نسل وژنه وه " پر یو بل د بار کولو ستونزه " پېدا کړې ده.

ترکیه دا نه مني چې ارمنیان دې په ډله اییز ډول وژل شوي وي، ترکیه وايي چې په هغې جګړې کې د وژل شویو کسانو په شمېر کې هم مبالغه شوې ده او ارمنیان په کورنۍ جګړې او نا امنۍ کې وژل شوي دي.

خو په خپله فرانسیس، چې له ارمنیانو سره نژدې پاتې شوی دی، د خپلو خبرو ننګه کړې ده او ویلي دي چې دا د ده دنده ده چې د بې ګناه نارینو، ښځو، ماشومانو، پادریانو او راهبانو یاد ته درناوی وکړي.

ده د یکشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل " د وحشت نه غندل، دا مانا لري چې یو زخمي په وینو کې لت پت پرېږدې، او پر زخم یې پټۍ ونه تړﺉ."

د پاپ دغه څرګندونې په ارمنیا کې هم ستایل شوې دي.

XS
SM
MD
LG