د لاس رسي وړ اتصالات

د میندوارۍ اپلیکیشن، د میندوارو ښځو لپاره د معلوماتو خزانه


نن سبا د انسانانو د ژوند یوه مهمه برخه په ځیرکو موبایلونو پورې تړلې ده او له دې لارې بیلابیل معلومات پیدا کیدلی شي.

د اپل او ګوګل په سټورونو کې بیلابیل اپلیکیشنونه شته چې میندوارو ښځو ته د میندوارۍ د پیل نه نیولې د ماشوم تر زیږون پورې پړاوونه په کې تشریح شوي او دقیق علمي او روغتیايي معلومات ورکوي.

د همدغو اپلیکشنونو څخه یو یې "What to Expect" دی. دغه اپلیکیشن د میندوارۍ د وضعیت نه نیولې، د جنین د جسامت او اناتومۍپورې هغوو مسایلو او تغیراتو په اړه میندوارو ښځو ته معلومات ورکوي چې د حاملګۍ په وخت کې ورسره مخامخ کیږي.

تر دا مهاله دغه اپلیکیشن یواځې په انګلیسي، ډنمارکي، آلماني، پرتګالي، چیني او هسپانوي ژبو کې دی.

دغه اپلیکیشن د هغه کتاب په بنسټ جوړ شوی چې په همدغه نوم کال ۱۹۸۴ کې د لومړي ځل لپاره لیکل شوی و چې تر دا مهاله ګڼو خلکو لوستلی او خوښ کړی دی. په دغه کتاب کې د وخت په تیریدو سره نوي معلومات هم زیات شوي دي. د مثال په توګه د زیکا ویروس په شان نوې ویروسونه او په جنین باندې ددغو ویروسونو د اغیزو په اړه هم په کې معلومات ورکړل شوي دي.

امیندوارې میندې کولی شي چې په دغه اپلیکیشن کې خپل شخصي معلومات ورزیات کړي او بیا له هغه تاریخ سره سم د حاملګۍ په هر پوړ کې علمي ویډیوګانې ترلاسه او وویني.

د میندوارې ښځې روغتیا د هغې د راتلونکي ماشوم به روغتیا باندې ډېر تاثیر لري.
د میندوارې ښځې روغتیا د هغې د راتلونکي ماشوم به روغتیا باندې ډېر تاثیر لري.

ددغه اپلیکیشن یو بل ښه والی دا دی چې په ټولنیزو شبکو کې داسې ګروپونه لري چې په کې هغه میندې چې له دغه اپلکیشن څخه کار اخلي او یو بل ته نږدې اوسیږي، له یو بل سره خپلې نظریې او تجربې شریکولی شي.

مریم یوه افغانه میرمن ده چې دا مهال په امریکا کې اوسیږي او امېندواره ده. هغه وایي چې د یو ملګرې په سپارښتنه یې له دغه اپلیکیشن څخه کار اخیستل شروع کړي او وایي چې هره شپه د خپل خاوند سره ځینې ویډیوګانې په ګډه ګوري او داسې احساس کوي چې تر بل هر وخته د خپل ځان او اولاد په اړه ډېر معلومات لري او د حاملګۍ مرحله به په ښه توګه ختموي.

په هند کې هم د”تندرستې مور پروژې“ یا Fit Mom Project په نوم یو اپلیکیشن موجود ده چې ګڼ شمیر میندې ترینه ګټه اخلي او ترې راضي هم دي.

په افغانستان کې د زیږون پر وخت ډېرې میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي خو له بده مرغه تر دا مهال داسې کوم اپلیکیشن نه دی جوړ شوی چې میندو ته د حاملګۍ پر وخت معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG