د لاس رسي وړ اتصالات

محرم اسناد: چین د شمالي او جنوبي کوریا له یو ځای کېدو سره مخالفت نلري


محرم اسناد: چین د شمالي او جنوبي کوریا له یو ځای کېدو سره مخالفت نلري
محرم اسناد: چین د شمالي او جنوبي کوریا له یو ځای کېدو سره مخالفت نلري

د امرېکا هغه محرم اسناد چی د وېکی لېکس د وېبپاڼی له خوانه خپاره شوېدي وايي چې د چېن چارواکي په دې عقېده دي چې شمالی کورېا او جنوبی کوریا باید، د جنوبی کوریا تر کنترول لاندی سره یو ځای شي؛ که چېرې د شمالي کوریا اوسنی رژیم ناڅاپه ونړیږي.

ددغو اسنادو تفصېل په څو ورځپاڼو او خبری اژانسونو کې خپورشوېدی. له هغی جملی نه په نېوېارک ټاېمز او د برتانیې په گارډېن کې هم همدغه اسناد خپاره شوېدي.

په دغو اسنادو کې راغلي دي چې د جنوبی کورېا خارجه وزېر چون ېانگ، دامرېکا سفېر ته ووېل چې د چېن چارواکي به متحده کورېا قبوله کړې او له امرېکا سره به دهغوی بې ضرره اېتلاف هم قبول کړي خو چېن به دا قبوله نکړي چې دامرېکا قواوی دې په هغه غېر نظامی ساحه کی واچول شی چې اوس شمالی او جنوبی کورېا سره بېلوي.

د ٢٠٠٩ م کال، د جون دمېاشتې، ېو سند په قزاقستان کې د امرېکا د سفېر رېچرد هوگلنډ له خوانه څرگندوي، چې د چېن استاځی هلته په رېښتېنه باندی، د شمالی کورېا په اټومي ازموېنه باندې، اندېښمن دی.

ددغه استازي له قوله وېل شویدي چې دغه ازموېنه د ټولې نړۍ امنېت ته خطر دی.

دامرېکا متحده اېالاتو دوېکي لېکس له خوانه د ٢٥٠ سوه زرو نه زېاتو محرمو، دېپلوماتېکو اسنادو خپرول غندلی دي. دامرېکا خارجه وزېرې هېلري کلنټن ددوشنبی په ورځ ووېل چې ددغو پټواسنادو برالا کول دامرېکا پرخارجي پالېسۍ او نړېوالې ټولنی پرگټو باندې برېد دی.

هغې ووېل چې دامرېکا حکومت ډېر پاخه گامونه اوچتوي چې هغه کسان چې دا اسناد او معلومات ېې پټ کړیدي، مسوول وگڼي، پردی سربېره داسی گامونه هم اوچتوي چې دغه راز غېرقانونی چلند بېا تکرار نشي.

محرم اسناد: چین د شمالي او جنوبي کوریا له یو ځای کېدو سره مخالفت نلري
محرم اسناد: چین د شمالي او جنوبي کوریا له یو ځای کېدو سره مخالفت نلري

مېرمن هېلري کلنټن ووېل ددغواسناد و خپرول دېو شمېر خلکو ژوند له خطر سره مخامخوي، ملی امنېت ته گواښ پېښوي او دامرېکا هغو هلو ځلو ته تاوان ور اړوي چی له نوروهېوادونو سره په گډه ددې لپاره کاروکړي چې د مشترکو ستونزو لپاره د حل لاری راوباسي.

د امرېکا خارجه وزېرې هېلری کلنټن ووېل داغواړی چې داخبره څرگنده کړي چې دامرېکا پالېسي ددغو خپروشوېو اسنادو له مخی نه نه جوړيږي. دامرېکا پالېسي په داسی حکومتی اسنادو کې ثبت ده چې خلک ېې کتلی اولوستلی شی.

خبري رپوټونه وايي چې په دغو دېپلوماتېکو اسنادو کې واشنگټن دامرېکا له دېپلوماتانو نه غوښتي دی چې شخصی معلومات دملگرو ملتونو د چارواکېو په برخه کې ترلاسه کړي لکه دهغوی دبانکي اعتبار لمبرونه او هغه لمبرونه چې دوی سفرکوي او څه امتېاز ورته ورکول کېږي. رپوټ وايي چې له هغوی نه دا غوښتنه هم شوېده چې، دهغو خارجی چارواکېو د DNA نمونه او دسترگو عکس ېې هم واخلي چې امرېکا پکی دلچسپی لري. دغه کار د ېو چاد پېژندلو لپاره کېږی.

د سپــېــنــې ماڼۍ عکس العمل:

له بل پلوه د سپېنی ماڼۍ نطآق رابرت گبز وايی هغه کسان چې ددغو دېپلوماتېکو اسنادو په پټولو او خپرولو کې لتاړ دي هغوی مجرمان دي. دامرېکا لوی څارنوال اېرېک هولډر وايی چې ددغو اسناد و دخپرولو په برخه کې تحقېقات روان دي.

په دغو اسنادو کې د په تفصېل سره دامرېکا دېپلوماتېکه ارزېابي د نړی د مشرانو او حوادثو په باب موجوده ده او په گرده نړی کې د غټو چارواکېو سره بحثونه او دهغوی دخبرو نقل قولونه شامل دی.

رپوټ داهم وايی چې د امرېکا حکومت د٢٠٠٧ مېلاد ی کال نه راپه دې خوا په پټه کوشش کوي چې دپاکستان داعلی درجه غنی شوي ېورانېم د پاکستان له ېوه تحقېقاتی ري اکټرنه انتقال کړی. له امرېکاېې مامورانو سره داوېره ده چې دغه ېورانېم بلی خواته وړل کېدلی شی په غېر قانونی توگه داټومی وسلو په جوړولو کې استعمالېدلی شی.

وېکي لېکس د سږکال په اولو وختونوکې تقرېبا 400 زره اسناد د افغانستان اوعراق د جگړی په باب خپاره کړل. دوېکي لېکس وبېپاڼی هغه منبع نده ښودلې چې دوی ته ېې دااسناد ورکړېدي خو د امرېکا د استخباراتو ېو تحلېل کوونکي براډلي مانېنگ د سږکال په اولو کې په دې تور نېول شوېدی او خپلی محکمی ته انتظار کوي چې په ٢٠٠٧ مېلادی کال ېې ېوه داسی محرمانه وېډېو خپره کړی وه چی په عراق کې دېو ې هلېکوپټرې برېد څرگندوي. پردې سر بېره په هغه دا تور هم لگېدلی دی چې محرمانه دېپلوماتېک اسناد ېې وېکي لېکس ته لېږلی دي.

وېکي لېکس د استرالېا دېوه تبعه جولېان اسېنج له خوانه جوړ شوېدی، دغه سړی پخوا کمپېوټری غل و. دغه راز خلک په پټه نورو کمپېوټرونو ته لاره پېدا کوي، دهغوی اسناد را پټوي او ېا څه نورورانی پکی کوي. دامرېکا ددفاع وزارت پنټاگان پر اسېنج باندی ډېر زېات انتقادونه کړېدی ځکه پخواېې هم دهغوی محرمانه اسنا دخپاره کړی وو.

پرهغه باندی د سوېډن په ېوه محکمه کې په دی تورباندی دعوه شوېده اوپولېس پسی گرځی چی له کومې ښځې سره په زور باندی زنا کړېده. خو جولېان اسېنج دغه تورونه رد کړېدی.

د کورېا په شخړه کې په دېپلوماسۍ باندې ټېنگار کیږي

محرم اسناد: چین د شمالي او جنوبي کوریا له یو ځای کېدو سره مخالفت نلري
محرم اسناد: چین د شمالي او جنوبي کوریا له یو ځای کېدو سره مخالفت نلري

د امریکا دمتحده اېالاتو ، جاپان، جنوبي کورېا، خارجه وزېران به په راتلونکي اونۍ کې په واشنگټن کې ملاقات وکړي چې د شمالی کورېا په سر باندی نړېوال جنجال په برخه کې په خپل راتلونکی گام باندی غور وکړي.

هغه مجلس چې د سه شنبی په ورځ باندی په سېول او توکېو کې اعلان شو هغه د نورو دېپلوماتېکو هلو په ترڅ کې چې په دې برخه کې روانی دي ، ېوه هڅه ده .

خو دا تشنج لا هماغسی گرم دی. دامرېکا د متحده ایالاتو او امرېکا جنگی بېړۍ په ژېړسمندری کې خپلو تمرېنونو ته ادامه ورکوی او شمالی کورېا وايی چې که تاسی پارونی کوۍ نو دوی به ډېر غټ اوغاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

شمالی کورېا د سه شنبی په ورځ د خپلو ېورانېمو د غنی کولو په برخه کې اعلان وکړ او ددی مېاشتی په سر کې ېې دامرېکا ماهرانو ته هم وښوده.

XS
SM
MD
LG