د کرېکټ د نړیوال جام د سیالیو په لومړنۍ منځلوبې یا کوارټر فاینل کې جنوبي افریقا په ډېرې اسانۍ سره سرېلنکا ته ماتې ورکړه او له نړیوال جام څخه یې وویستله.
د سډني په لوبغالي کې پچه سرېلنکا وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، خو د جان پاول ډومني هېټریک او عمران طاهر څلورو ویکټو د سرېلنکا منډې په ۱۳۳ کې ودرولې. دا په نړیوال جام کې د سرېلنکا تر ټولو بده او خرابه لوبه وه.
جنوبي افریقا دغه منډې په ۱۸ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړې او نیمه پایلوبې یا سیمې فاینل ته ووتله.
دویم کوارټر فاینل د کابل پر وخت د پنچشنبې په سهار د هند او بنګلدېش ترمنځ دی.
جنوبي افریقا به په نیمه پایلوبې کې د څلورم کوارټر فاینل له ګټوونکي سره چې یا به ویسټ انډیز او یا به نیوزلېنډ وي، لوبه کوي.
د ډومني هېټرېک
د جنوبي افریقا الراونډر جان پاول ډومني، لومړنی لوبغاړی شو چې د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې هېټرېک کوي. هېټریک په کرېکټ کې هغه اصطلاح ته ویل کیږي چې یو توپ اچوونکی په خپلو دریو پرلپسې توپونو سر په سر درې لوبغاړي وسوځوي.
ډومني که څه هم د افریقا دایمي باولر نه دی، خو وخت ناوخت توپ اچوونه کوي. ده د سرېلنکا کپټان ماتیوز، کولسکریا او کوسایل وسوځول.
سنګاکارا او جواردنې استعفی وکړه
د سرېلنکا د نړیوال جام وروستۍ او بده لوبه د دغه هېواد او کرېکټ د دوو مشهورو لوبغاړو کمار سنګاکارا او مهیلا جواردنې وروستۍ نړیواله لوبه وه.
دوی وړاندې اعلان کړی و چې دا نړیوال جام به یې وروستۍ نړیوالې سیالۍ وې.
دواړه د سرېلنکا د لوبډلې پخواني کپټانان هم پاتې شوي دي چې ښايي سرېلنکا په ډېرې ستونزې سره د دوی ځایونه ډک کړي.
سنګاکارا په دغه نړیوال جام کې څلور پرلپسې څلوریزې وکړې او په دې ډول یې یو نړیوال ریګارډ جوړ کړ.
له لوبې وروسته د سرېلنکا کپټان ماتیوز وویل چې د خپلو دوو پیاوړو لوبغاړو د خدای په امانۍ لپاره یې ښه ډالۍ نه درلوده، یعنې چې ښه لوبه یې ونکړه.