د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یمن ته د پوځیانو پر استولو خبرې کوي


پاکستان وايي که د سعودي ځمکنۍ بشپړتیا ته خطر پېښ شي، دوی به یې دفاع وکړي.
پاکستان وايي که د سعودي ځمکنۍ بشپړتیا ته خطر پېښ شي، دوی به یې دفاع وکړي.

پاکستان وايي سعودي عربستان ته یو لوړ پوړی پلاوی استوي چې، په یمن کې د شیعه یاغیانو پر ضد د عربستان په مشرۍ پوځي عملیاتو کې د ورګډېدو او یا نه ورګډېدو په اړه، له سعودي چارواکو سره وغږیږي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د دغه پلاوي مشري کوي او ورسره د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز هم مل دی، خو تر اوسه لا د پلاوي د سفر کره نېټه اعلان شوې نه ده.

په همدې حال کې د پاکستان د دفاع وزیر وايي که د سعودي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښ شي، اسلام آباد به یې مرستې ته ور ودانګي.

د دفاع وزیر خواجه آصف دا خبرداری له هغه وروسته ورکړ چې عربستان په یمن کې د شیعه یاغیانو پر ضد عملیات پیل کړل، او داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې له پاکستان نه هم غوښتل شوي چې په دغو عملیاتو کې برخه واخلي.

ښاغلي آصف وویل " که د عربستان خپلواکي وګواښول شي، پاکستان به یې د خپلې خاورې په څېر، د عربستان له خاورې ساتنه وکړي."

پاکستان تل له عربستان سره نژدې اړیکې پاللي دي او ریاض هم له اسلام آباد سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړي او لا یې هم کوي.

په یمن کې پاکستاني کډوال

په یمن کې د عرب ایتلاف له پیل شویو عملیاتو وروسته، په دغه هېواد کې د مېشتو پاکستاني کډوالو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنې پارېدلي دي.

پاکستاني چارواکو هلته خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له اړتیا پرته ډېر تګ راتګ ونکړي او په همدې لړ کې۵۰۰ پاکستانیان له یمن څخه ایستل شويدي.

د پاکستان پي آی اي الوتکې دغه کډوال له یمن نه ولېږدول چې ۳۷۰ تنه یې کراچۍ او پاتې نور یې اسلام آباد ورسول شول.

خو لا هم چارواکي وايي چې د ۲۰۰ په شاوخوا کې پاکستانیان په یمن کې پاتې دي. دغو پاکستانيانو په یمن کې په بېلا بېلو برخو کې کاروبار کاوه.

عربستان په یمن کې له هغه وروسته هوايي عملیات پیل کړل چې حوثي شیعه ګانو بغاوت وکړ، ځينې سیمې یې ونیولې او ولسمشر یې عربستان ته وتښتېد.

سعودي چارواکي او په خپله د یمن ولسمشر ایران تورنوي چې په سیمه کې کړکیچ ته لمن وهي او حوثي یاغیانو سره مرسته کوي.

ایران له حوثي یاغیانو سره مرسته کوي

د امریکا لپاره د سعودي سفیر عادل الجبیر پر ایران تور لګوي چې په یمن کې یې د حوثي یاغیانو سره مرسته کوي چې، کړکیچ لا زیات شي.

وړاندې د یمن ولسمشر منصور هادي، حوثي یاغیان د ایران ګوډاکیان بللي و او تهران یې په یمن او سیمې کې د کړکیچ او بحران په پارولو تورن کړی و، خو ایران دا تورونه نه مني

د حوثي یاغیانو په اړه ویل کیږي چې د ایران او د حزب الله سره نژې اړیکي لري.

سفیر عادل الجبیر وایي چې په یمن کې د روانو عملیاتو هدف له حوثي یاغیانو څخه د یمن د خلکو دفاع دده او د ایران پر ضد جګړه نه ده.

له امریکايي تلوېزون سي بي اس سره په خبرو کې عادل الجبېر وویل د عربي هېوادونو ټولنې په دغه جګړې کې د یو ایتلافي ځواک پر جوړوولو هوکړه کړې ده.

سفیر الجبېر وايي چې سعودي له جګړې پرته بله لار نلرله"مونږ ډیر کوښښ وکړ چې جگړه ونشي. د حوثي یاغیانو سره په لسگونو موافقې لاسلیک شوې خو هغوی یې درناوی ونکړ. مونږ مجبوره شو چې د یمن د ولسمشر منصور هادي په غوښتنې د یمن د خلکو د خوندیتوب لپاره گامونه پورته کړو."

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG