ډنفورډ:د پولیسو مرګ ژوبلې اندیښمن کړې یو

د برتانیې د ګارډین ورځپاڼې په یوې تفصیلي مقالې کښې د افغان او امریکایي پوځي قوماندانو له قوله لیکلي چې هره اوونۍ په اوسط ډول د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو سل تنه د دښمن سره په جګړې، د ماین په چاودنو او یا د خپلو ملګرو لخوا وژل کیږي.

په افغانستان کښې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان جنرال جوسیف ډن فورډ ورځپاڼې ته ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه پنځه کاله نور ملاتړ ته هم اړتیا لري تر څو هغوي د دې پوره جوګه شي چې د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ پرته عملیات وکړی شي.

د کورنیو چارو وزارت وایي د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د امنیتي مسؤلیتونو اخیستل او د انتخاباتو لپاره چمتوالی د پولیسو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو مهم عوامل دي. ددې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل " د پولیسو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یې ځیني اقدامات کړیدي او هم د هغوي د کورنیو سره پوره مرستې کوو."

د ګارډین په مقالې کښې وړاندې لیکل شوي چې د اوړي او پسرلي په موسمونو کښې د معمول سره سم په افغانستان کښې جګړې زور اخلي، دا ځل په همدې موسمونو کښې افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو مخالفینو سره د جګړې په ډګر یوازې ؤ، او نړیوالو ځواکونو یې یوازې د روزنې او ملاتړ نقش درلود او ښایي چې همدا به د هغوي د تلفاتو د ډیریدو مهم دلیل هم وي. جنرال ډن فورډ د ورځپاڼې سره په مرکې کښې دا منلې ده چې د ناټو او افغان ځواکونو قوماندانان د تلفاتو زیاتیدو په جدي توګه اندیښمن کړیدي.

د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو دې قوماندان ورځپاڼې ته په مرکې کښې دا هم ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه د جګړې اساسي مهارتونو کښې هیڅ کومه ستونزه نلري بلکه د لوژستیک، پلان جوړونې، د استخباراتي معلوماتو په راټولونې او د جګړې په ډګر کښې د الوتکو او هیلوکوپترو نشتوالی هغه غټې ستونزې دي چې اوس هم افغان امنیتي ځواکونه اوس هم ورسره لاس او ګریوان دي.

ورځپاڼه وایي تقریباً څلور میاشتې کیږي چې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کښې جګړه بنده کړې او خپل نقش یې د افغانستان امنیتي ځواکونو روزنې، هغوي ته سلا مشورې ورکونې او همکارۍ کونۍ ته اړولی. د یوې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا د نړیوالو ځواکونو دا اقدام وخت نه وړاندې ؤ او که نه، جنرال ډن فورډ ویلي دي چې یوازې وخت به دا پریکړه وکړي چې آیا د هغوي دا اقدام پر ځای ؤ او که نه.

د امریکا ولسمشر براک اوباما چې تیره میاشت یې سمندري ځواکونو ته وینا کوله، دا خبره په ډاګه کړه چې د 2014 کال نه وروسته به امریکایي عسکر په افغانستان کښې جګړه نکوي بلکه دا مسؤلیت به پخپله افغانان په غاړه اخلي خو امریکا دا ژمنه هم کړیده چې د روزنې او ملاتړ په برخې کې به د افغانانو سره ولاړه وي.

د ناټو او امریکایي ځواکونو عموي قوماندان جنرال ډ ن فورډ ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه د دریو او پنځو کالونو پورې ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري او تر هغې وروسته به پدې وتوانیږ ي چې ټول عملیات په یوازې ځان او د بهرینو ځواکونو د ملاتړ پرته ترسره کړي.

د 2014 کال نه وروسته د ناټو د ځواکونو د نقش په اړه جنرال ډن فورډ وایي چې د جګړې په ډګر کې به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي خو د هغوي ملاتړ به یوازې د الوتکو او هیلکوپترو په برخې کښې وي مانا دا چې په سختې جګړې کښې د عسکرو د ښکیل کیدو نه وروسته به هغوي مداخله کوي. خو جنرال ډن فورډ وایي پکار ده چې دا ټکی د پالیسۍ په جوړونې کښې پوره په ډاګه شي.

د افغانستان او امریکا تر منځ د پوځي همکاریو دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه چې له مخې به یې د 2014 کال نه وروسته په افغانستان کښې د امریکایي ځواکونو نقش څرګند شي، جنرال ډن فورډ وویل پکار ده چې دا تړون دې په راتلونکو څو میاشتو کښې لاسلیک شي تر څو نه یوازې افغان ولس بلکه د افغانستان ګاونډیانو ته هم دا ډاډ ورکړل شي چې مونږ به هغوي یوازې نه پریږدو.

سره لدې چې واشنګټن خبرداری ورکړی که چیرته د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې پورې یانې یوه میاشت وروسته، دغه تړون لاسلیک نشي نو احتمال شته چې د افغانستان نه به خپل ټول عسکر راوباسي خو په عین حال کې بیا افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې دتړون په لاسلیک کې به بیړه ونکړي.