کندوز کې پولیسو د ګلبدین حکمتیار وراره نیولی

په عکس کې د پولیسو تر څنګ صلاح الدین لیدل کیږي چې سپینې جامې یې اغوستې دي

د امام صیب ولسوالۍ د امنیه قوماندان امان الله ابراهیمي وايي چې تیر ماښام يې معلومات تر لاسه کړل چې یو کرولا موټر د پولیسو له خوا د تلاشۍ په موخه ودرول کیده ددې پر ځای چې ودریږي پولیس يې پر موټر وهلې او له سیمې تښتیدلی دی.

هغه زیاتوي " یو کرولا موټر چې دوه ښځې او یو موټروان په کې سپاره وو سم ونه پیژندل شول د کل تیپې دسیمې د پولیسو د امنیتي حوزې مسول پر موټر وهي او تښتي."

د امام صیب د امنیې قوماندان وايي چې د لارې په اووږدو کې د صلاح الدین له خوا یو دوکاندار هم په ډزو وژل شوی.
د صلاح الدین موټر د سرعت له امله چپه کیږي او خپله له سیمې تښتي، خو کله چې پولیس سیمې ته رسیږي، په موټر کې سپرې ښځې نیسي.
صلاح الدین چې ګلبدین حکمتیار وراره ده، په شیرخان بندر کې په یوه اداره کې مامور دی.

د کندوز د امنیی قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني هم پیښه تاییدوي او زیاتوي چې صلاح الدین سره دوه نامحرمې ښځې چې هیڅ ډول اړیکې ورسره نه لري نیول شوي دي:

" صلاح الدین حکمتیار چې د حزب اسلامي د تنظیم مشر ګلبدین حکمتیار وراره دی، پرون ماښام د نشې په حالت کې چې دوه ښځې هم ورسره وې، یو تن پولیس يې په موټر وهلې او یو ملکي سړی يې هم په ډزو وژلی، له سیمې د تښتیدو په حال کې و چې پولیسو نیولی دی."

هغه زیاتوي چې صلاح الدین له دوه نامحرمو ښځو یو ساتوونکي سره چې ټوپک هم ورسره و نیول شوی دی.
د موټر د چپه کیدو له امله صلاح الدین هم سربیرن ټپي شوی دی.

د امام صیب د امنیه قوماندان له قوله چې صلاح الدین چې شهاب الدین ځوی دی د شیرخان بندر په تجارتي بندر کې مامور دی، خو معلومه نه ده چې صلاح الدین په دولتي اداره کې ماموریت لري او که په خصوصي کوم شرکت کې کار کوی.