په سوداګرۍ او پانګه اچونې د امنیتي تړون اغیزې

د افغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک کولو کې ځنډ د هیواد په اقتصادي وضعې ډیره اغیزه کړیده. د افغانستان سوداګره طبقه او هغه خلک چې په مستیقم ډول د هیواد اقتصادي حالت څاري، پدې باور دي چې امنیتي او دفاعي تړون د افغانستان په اقتصاد ډیره اغیزه کړیده.

افغان ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لویې جرګې د غړیو د منظورۍ سره سره، بیا هم تر اوسه ندی راضي شوی چې د امریکا سره دا تړون لاسلیک کړي. رپوټ وایي د ښاغلي کرزي د همدې پریکړې له وجې په ټولو هغو شیانو ناوړه اغیزه پریوته چې د افغانستان د اقتصاد پورې اړه لري.

د بیلګې په توګه د همدې میاشتې په 5 مې نیټې د یوه امریکایي ډالر په مقابل کې د افغانیو ارزښت په بې سارې توګه 59.83 ته راټیټ شو. د لرګیو، خوراکي موادو، غوړیو او یو شمیر نورو موادو بیې هم 25 په سلو کې زیاتې شوې چې افغان ولس ته یې د ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان کړ.

د افغانستان بانک رئیس، نور الله دلاوري د رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

" د امنیتي تړون نه لاسلیک کولو پریکړې د هیواد د اقتصادې وضعې په اړه د خلکو نظریو ته ډیر تاوان رسولی. سوداګري معاملې په ډالرو کیږي او په همدې خاطر د ځینو موادو بیې آسمان ته ختلي. مرکزي بانک په همدې اوونۍ کې 170 میلونه ډالر مارکیټ ته عرضه کړل چې د افغانیو ارزښت وساتل شي. "

که د امریکا سره تړون لاسلیک نشي، نه یوازې دا چې امریکایي ځواکونه بلکه د ناټو ځواکونه به هم د افغانستان نه واوځي. د کابل د شهزاده په سرای کې د صرافانو د اتحادیې مشر، نجیب الله اختري وایي د خلکو سره دا ویره پیدا شویده چې افغانۍ به خپل ارزښت نور هم د لاسه ورکړي او په همدې خاطر هغوي د ډالرو اخیستو ته مخ کړیده.

" افغان سوداګر د هیواد راتلونکې ډیر اندیښمن کړیدي او ټول یې ډالر په لوړه بیه اخلي. ما پدې تیرو څو کالونو کې په دومره اندازه د ډالرو اخیستل نه و لیدلي. مرکزي بانک کوښښ کوي چې په د اسعارو په بازار کې ډالر زیات کړي او د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو مخه ونیسي خو د هغوي دا کار موقتي دی او چندانې نتیجه به ورنکړي. "

ښاغلی اختري وایي دا د منطق نه لیرې خبر ده چې خلک امریکایي ډالر خوښوي خو امریکایان یې نه خوښیږي.
د کابل د صرافانو په بازار کې د زمري جان په نامه یو تن صراف وایي: " افغانۍ مې په الماریو کې سر په سر کړیدي، څوک یې ډیره پوښتنه نکوي. هر څوک چې راځي د ډالرو خبره کوي او یوزاې ډالر اخلي. "

د افغانستان د اقتصاد یوه بله برخه چې زیاتره د بهرنیانو په پیسو چلیږي، د کورونو او جایدادونو کاروبار دی. د جایدادونو کاروباریان وایي چې په روان میلادي کال کې د کورونو بیې او کرایې 40 په سلو کې راټیټ شویدي او د هغې راهیسې چې ښاغلي کرزي د امنیتي تړون لاسلیک ځنډولي دي، څوک د کورونو پوښتنه هم نکوي.

د دنیای جدید په نامه د معاملو د لارښوونې د دفتر مشر سید جاوید امیري رویټرز خبري اژانس ته ویلي " پدې تیرو څو اوونیو کې د کورونو ارزښت دومره راټیټ شویدی چې بیخي په نشت حساب دی. "

په عین حال کې د غضنفر بانک عمومي محاسب عبدالواجد وایي چې " پدې تیرې یوې میاشت کې د هغوي په بانک کې د خلکو لخوا د پیسو اچول 15 په سلو کې کم شویدي مانا دا چې 20 میلونه ډالر. دا کار د دې سبب کیږي چې پانګه اچونه او پور اخیستنه کمیږي او پایله یې اقتصادي رکوت. "

بل پلو د افغانستان د سوداګري خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي " د مشورتي لویې جرګې تر جوړیدو وروسته په افغانستان کې پانګه اچونه دومره ټیټه شویده چې پدې تیرو څو کالونو کې ساری نلري. "

ښاغلی الکوزی وایي " سږ کال په لومړیو یوولسو میاشتوکې په ټول افغانستان کې پانګه اچونه 30 په سلو کې کمه شویده ، خو د هغې ورځې نه راپدیخوا چې ولسمشر کرزي د تړون لاسلیک کول، رد کړیدي، پانګه اچونه 40 په سلو کې ټیټه شویده. "
د کابل شاپنګ سنټر په نامه د یوه شپږ پوړیز مارکیټ مشر وفیع الله لطیفي رویټرز خبري اژانس ته ویلي " زمونږ مارکیټ 160 دوکانونه، سینما او د لامبو حوض لري خو تر اوسه مونږ توانیدلي یو چې د مارکیټ یوازې د لومړنیو درې پوړونو دکانونه په کرایه ورکړو او د هغې ورځې راهیسې چې ښاغلي کرزي د تړون لاسلیک کول ځنډولي دي، بیا چا زمونږ په مارکیټ کې د دکان پوښتنه نده کړې. "