د هلمند له سپوږمۍ سره د ملالې یوسفزۍ د مرستې ژمنه

ملاله یوسفزۍ

ملالې یوسفزۍ له سپوږمۍ سره د هر ډول مالي مرستو اعلان کړی. په یوې اعلامیې کې چې د ملالې یوسفزۍ له خوا خپره شوې د افغانستان له حکومت او په تېره له ولسمشر حامد کرزي څخه هیله شوې چې له لس کلنې سپوږمی سره مرسته وکړي او د هغې د ژغورلو لپاره پوره وس وکړي.

اعلامیه زیاتوي چې د ملالې یوسفزۍ په نامه جوړه شوې له ماشومانو سره د مرستو موسیسه ”ملاله فنډ” دې ته تیاره ده چې له سپوږمۍ سره هر ډول مالي مرستې وکړي، هغه که دننه په افغانستان کې وي که له افغانستان څخه بهر وي.

لس کلنه سپوږمۍ څو ورځې له مخه د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې پولیسو په داسې حال کې وژغورله چې ویل کیږي ځایي طالبانو نوموړې ځانمرگي برید ته اړ ایستلې وه. وروسته له هغه چې سپوږمۍ ځان ځايي پولیسو ته وسپارلو، هغې رسنیو ته وویل چې د نوموړي خپل ورور هم له طالبانو سره ملگری و او په دې یې فشار اچولی و چې ځانمرگی برید ترسره کړي.

په تېرو څو ورځو کې د سپوږمۍ خبر د ځايي او نړیوالو رسنیو سرلیک جوړ شوی. په یوې اعلامیې کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د سپوږمۍ په هکله د خبر په اورېدو خپله خواشني ښودلې او هیله یې څرگنده کړې چې نوموړې دې بېرته خپل کور ته ولیږل شي. خو سپوږمۍ وايي چې دا په خپل کور کې ځان خوندي نه احساسوي او خپل ژوند په خطر کې ویني.

د افغانستان حکومت او د سپوږمۍ کورنۍ د ملالې یوسفزۍ له خوا دې لس کلنې نجیلۍ ته د مرستو د اعلان په ځواب کې کوم غبرگون نه دی څرگند کړی