داودزی؛ پولیس دې په ټاکنو کې خپله بیطرفي وساتي

ارشیف

د کورنیو چارو وزیر، د پولیسو له لوړ پوړو چارواکو غوښتي چې په ټاکنو کې بشپړه خپلواکي وساتي او د ټاکنو په امنیت کې هیڅ ډول غفلت ورته د منلو ندی.

عمر داودزي د پولیسو د قومندانانو د پنځه ورځني سیمینار په پای کې د پولیسو قومندانانو ته ویلي چې د ټاکنو په مهال د هیڅ یوه کاندید ملا و نه تړي او د چا په ګټه کار و نه کړي، خو د ټولو کاندیدانو، د ټاکنو څارونکو او د کمپاینونو امنیت په کلکه وساتي.

عمر داودزی وايي:

غواړم په روښانه توګه یې ووایم، هیڅ ډول عذر د پولیسو د مسؤلینو له خوا د ټاکنو په امنیت کې د کمزورۍ او کم کارۍ له وجې د منلو ندی، خلک له مونږ غواړي چې دندې په سمه ترسره کړو او د ټاکنو امنیت وساتو.

عمر داودزي ویلي چې په پوره ډاډ سره ویلی شي چې ټاکنې به په خپل وخت سره ترسره شي او د ټاکنو د امنیت د خوندي کولو په تړاوو اندېښنې بې اساسه دي.

هغه د پولیسو د قومندانانو غونډې ته ویلي چې د پولیسو د قومندانانو پنځه ورځني سیمینار کې امنیتي وضعیت په جدیت او دقت سره وڅیړي.

عمر داودزي له کاندیدانو هم غوښتي چې کله هم چېرې کمپاین کوي نو امنیتي مسؤلین دې په جریان کې اچوي.

خو هغه له کاندیدانو غوښتي چې هڅه و نه کړي ترڅو له پولیسو د خپلو ټاکنیزو ګټو په اړه کار واخلي.

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې د پولیسو د لوړ پوړو قومندانانو د ټاکنو د امنیت د جدي ساتلو امر کوي چې امنیتي ادارو د ټاکنو کمیسیون ته د هغو رايي ورکولو د مرکزونو د امنیت ساتلو امنیتي پلان ورکړی دی چې دوی یې امنیت ساتی شي.

امنیتي پلان کې ویل شوي دي چې امنیتي ارګانونه د ۴۱۴ مرکزونو امنیت نه شي خوندي کولی.

له ۶۸۴۵ مرکزونو د ۶۴۳۱ مرکزونو امنیت به خوندي کیږي.