د انتخاباتو د رائیو ورکولو اکثریت مرکزونه فعال دي

د هرات والي

نن د سهار په اوه بجو په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخابات په داسې حال کې پیل شول چې په کابل او ولایتونو کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په کابل کې امنیتي تدابیر دومره جدي و چې د لسو دقیقو لاره مې په یو ساعت کې ووهله. سهار وختي شاووخوا په شپږو بجو مې د کابل د شهرک اریا د سیمې نه د الفتح لیسې په مقصد حرکت وکړ. د لارې په اوږدو کې څو ځلي د پولیسو لخوا ودرول شو.

د دې نه دا معلومیدل چې په افغان امنیتي ځواکونه د تیرو انتخاباتو نه ډیرې تجربې تر لاسه کړيدي او د رایې اچونې د مرکزونو د امنیت د ټینګولو لپاره ډیر جدي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني لومړی کس و چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې یې رایه ورکړه. هغه د الفتح په لیسې کې د سهار په اوه بجو رایه ورکړه.

که څه هم د رایې اچونې په لومړي یو ساعت کې د رایې اچونکو شمیر دومره ډیر نه وو خو د اتو بجو نه ورسته د رایې اچونکو بیروبار ډیر شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې د رایې اچونې ټول مرکزونه چې دوی په نظر کې نیولي وو فعاله دي.

ولسمشر کرزي خپله رایه د کابل د اماني لیسې د رایې اچونې په مرکز کې ورکړه. هغه د رایې د ورکولو نه ورسته د افغانانو نه وغوښتل چې په رایې اچونې کې دې برخه واخلي او افغانستان دې «د تل لپاره د احتیاجۍ نه خلاص کړي.»

د ولسمشرۍ د دوهم پړاو دواړو کاندیدانو، داکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله هم خپلې رایې استعمال کړي.

په کابل او ولایتونو کې د کومې غټې امنیتي پيښې راپور نه دی ورکړل شوی. که څه هم د رایې اچونې د پروسې د پيل نه مخکې د کابل په ښار باندې راکټونه ولګیدل، خو د کابل د امنیې قوماندان جنرال ایوب سالنګي امریکا غږ ته وویل چې راکټونو ځاني تاوان نه دی اړولی.