افغانستان د کرکټ یو بل ستر ټیم زمبابوې ته هم ماتې ورکړه

cricket

د افغانستان کرکټ ټیم چې د کرکټ د نړۍ د دویمې درجې هیواد بلل کیږي،نن ېې خپله وړتیا یو ځل بیا وښوده او د زمبابوې ټیم ته ېې په پخپله د هغه په میدان کې ماتې ورکړه. زمبابوې د کرکټ د اولې درجې یا بشپړ غړیتوب لرونکی هیواد دی. د زمبابوې په مقابل کې د افغانستان دکرکټ ټیم دا بریا د کرکټ په نړۍ کې یو ستر خبر دی. ځکه چې افغانستان د زمبابوې په مقابل کې داسې دی لکه په فټ بال کې چې افغانستان د کولمبیا یا هالینډ سره لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم چې دا وخت د زمبابوې په رسمي سفر دی، په دې سفر کې ېې دا دریمه لوبه وه. دې نه وړاندې دوه لوبې زمبابوې گټلې وې او داسې گڼل کیده چې گني افغانستان د زمبابوې د تجربې او مهارت مقابل کې ونه توانیږي چې کومه لوبه وگټي. خو نن دغه اندیښنه غلطه ثابته شوه.

افغانستان نن د لوبې په پیل کې پچه وگټله او زمبابوې ته ېې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د زمبابوې په بلاویو میدان کې زیاتره هغه ټیمونه لوبه گټي چې دویم نوبت کې توپ وهنه کوي او دا خبره نن بیا ثابته شوه. زمبابوې د اتو لوبغاړو په سر ٢٦١ منډې وکړې. چې د افغانستان دپاره خورا یو لوړ هدف و.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په لږ وخت کې ډیر پرمختگ کړی

خو د افغانستان ځوان توپ وهونکو،په تیره ډیر موده پس ټیم ته راستون شوي جاوید احمدي ډیر ښه پیل ورکړو او ٥۴ منډې ېې وکړې. ورسره بل ځوان لوبغاړي عثمان غني هم ۴٣ منډو سره ښه وځلید. خو د لوبې پای دپاره د کپتان محمد نبي ۴٢ او ورسره سمیع شینواري ۴١او ناصر جمال ٢۴ منډو ملگرتیا ډیره گټوره ثابته شوه.

د لوبې مهمه برخه د دولت ځدران او شرف الدین شرف ملگرتیا وه. دوي دواړه چې اصل کې توپ اچونکي دي،خو نن ېې د توپ وهنې وړتیا هم وښوده او په تیره د دولت ځدران په اوو توپونو څلور شپږیزې د هیریدو نه دي او لوبه ېې د افغانستان په گټه تمامه کړه.

افغانستان به د پنجشنبې په ورځ د زمبابوې سره څلورمه لوبه لري او هڅه به کوي چې د څلورو لوبو سیالۍ مساوي تمامې کړي. خو ونه هم شي.دا ننۍ بریا ېې د سفر ستره لاس ته راوړنه ده.