فلورسانس میکروسکوپي د ناروغیو په درملنې کې مرسته کوي

کیمیاپوه ډاکټر احمد فرید ثمین

اېرک بیتزېګ، سټیفن هیل او ویلیم مرنر د کیمیا په برخې کې د سږکال د نوبل جایزه وګټله. دغو درېیو ساینسپوهانو ته د فلورسانس میکروسکوپي د ټکنالوجۍ د جوړولو په برخې کې د دوی د هڅو لپاره دغه جایزه ورکړل شوې ده.

احمد فرید ثمین، چې په کیمیايي علومو کې یې خپله دوکتورا اخیستی، وايي چې فلورسانس میکروسکوپي د دې سره مرسته کوي چې ساینسپوهان د حجرو ترمنځ اړیکې، فاصلې او تعاملات په تصویري بڼه وګوري.

ډاکټر احمد فرید ثمین زیاتوي چې ساینسپوهان د دغې ټکنالوجۍ په واسطه کولای شي دا معلومه کړي چې حجرات څنګه تغذیه کوي.

کیمیاپوه احمد فرید ثمین وايي چې فلورسانس میکروسکوپي به د ناروغیو په دارو درمل کې مرسته وکړي.

د ډاکټر احمد فرید ثمین سره د روښان نورزي مرکه دلته اوریدلئ شی:

Your browser doesn’t support HTML5

د ډاکټر احمد فرید ثمین سره مرکه