د عمران خان او طاهرالقادري د نیولو امر وشو

عمران خان وايي چې د دې لپاره به د ضمانت درخواست ور نه کړي چې و نه نیول شي.

په پاکستان کې د حکومت د مخالفو مظاهره کوونکو د مشرانو د نیولو امر شوی دی.

په اسلام آباد کې د تروریزم ضد محکمې پرون د چهارشنبې په ورځ د تحریک انصاف د ګوند د مشر عمران خان، د پاکستان د عوامي تحریک د مشر طاهر القادري او د صدراعظم نواز شریف د څو نورو منتقدینو د نیولو امر وکړ.

د عمران خان او طاهرالقادري طرفدارانو د څو میاشتو راهیسې د حکومت خلاف مظاهرې کړې دي.

د مظاهرو هدف دا و چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف استعفی ته مجبور کړي.

مخالفینو تور لګوي چې د ۲۰۱۳ کال په انتخاباتو کې، چې مسلم لیګ پکښې ډیرې څوکۍ وګټلې او په اساس یې نواز شریف صدراعظم شو، درغلۍ شوې وي.

نواز شریف د استعفی د ورکولو نه انکار وکړ او مظاهره چیانو د څو اونیو لپاره د پاکستان د پارلمان د ودانۍ دباندې خیمې ووهلې او احتجاجونو ته یې ادامه ورکړه.

د سپټمبر په میاشتې کې، د مظاهرو په جریان کې، مظاهره چیانو د پاکستان د دولتي تلویزون پر ودانۍ برید وکړ.

مظاهره چیانو د ودانۍ دننه میز و چوکۍ او د تلویزون سامان الاتو ته تاوان ورساوه.

د پاکستان د دولتي تلویزون ودانۍ ته د مظاهره چیانو د ننوتلو سره په موقتې ډول د تلویزون نشرات هم بند شول.

ورسته بیا د پاکستان پوځ مداخله وکړه او د ودانۍ نه یې مظاهره چیان وایستل.

طاهر القادرې څو ورځې مخکې د پاکستان نه بهر ولاړ خو عمران خان لا تر اوسه په پاکستان کې دی او خپلو پلویانو ته ویناوې کوي.

عمران خان خپلو پلویانو ته د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل چې دی به د دې لپاره د ضمانت درخواست ور نه کړي چې و نه نیول شي.

دغه سیاستمدار، چې مخکې د کرکټ لوبغاړی و، وویل چې د نومبر د میاشتې په ۳۰ نیټه به په اسلام آباد کې لوی مارش وکړي.