د محاربوي ماموریت خاتمه او د قاطع ملاتړ پیل

  • شایسته سعادت

په افغانستان کې د ناتو د ماموریت پای

دا سمبولیک مراسم په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو اۍتلافی ځواکونو ماموریت پای ته رسوي تر څو لدې نه وروسته د قاطع ملاتړ په نوم نوِی ماموریت ته لاره پرانستل شي او بهرني ځواکونه چې شمیر یې دیارلس زرو پنځو سوو سرتیرو ته رسي او اکثریت پکی امریکایان دي، د جنوري په لومړۍ نېټه خپل نوی نقش چی د افغان قواو ملاتړ دی، پیل او پر مخ بوځي.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم پدې غونډه کې وینا وکړه. هغه وویل،
«افغانان ستاسو قربانیانو ته د دعا لاس اوچتوي. خدای دې د کورنۍ پاتو ته صبر ورکړي او خوندی وساتي. مونږ به زمونږ د خاوری دپاره ستاسو د زامنو او ڼوڼو قربانۍ هیرې نه کړو. هغوي اوس زمونږ اولادونه دي.»

په افغانستان کې د امریکا د محاربوي ماموریت ختم پداسې حال کې رسمآ اعلانیږي چې پدې هیواد کې د یاغیانو شدت اوس هم د یو دپاسه دوه زرم کال د بریدونو خونړي حالت ته ورته دی.

د امریکا دهغه وخت ېرغل په نتیجه کې د طالبانو رژیم وپرځید . امریکا دا برید پر طآلبانو د سپتمبر د ېوولسمی د ترهگرۍ له بریدونو نه ورو سته کړی.

جمهور رئیس اشرف غني چې د سپتمبر په میاشت کې واک ته ورسید، د واشنگتن او ناتو سره ېې دوه اړخیزه امنېتی موافقه لاسلیک کړه چې له لارې یې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو پایدار پوځي حضؤر ته اجازه ورکړ شوه. خو له دې سره د یاغیانو په بریدونو کې هم زیاتو الی او شدت راغلی دی.

امریکایی او افغان قوماندانانو ددې مراسمو په ترڅ کې د سیمه اییزو سرتیرو، پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د میړانې او اغیزمنتیا ستاینه وکړه چې د طالبانو په وړاندې مبارزې ته دریدلي دي او پدې لاره کې یې زیاتې قربانۍ هم ورکړی.

یوازی سږ کال څلور زره شپږ سوه افغان سرتیري د طالبانو د بریدونو سره د مقابلی په لاره کې وژل شوي دي .

د کابل د ښار اوسیدونکی، محمد سلیم د خپل پوځ پر وړتیا ډاډ لري. هغه وايي،

«مونږ د خپلو افغان امنیتي ځواکونو له وړتیاو څخه راضي یو. دوي اوس دومره کافي قوت لري چې د ناتو څخه امنیتي مسولیتونه پخپله غاړه واخلي. مونږ پدوي ویاړو»

خو د د کابل د ښار بل اوسیدونکی، محمد سنجاوي بیا د نړیوالو ځواکونو پر ملاتړ ټینگار کوی. هغه زیاتوي،

«نړیوال امنیتي ځواکونه باید د افغان حکومت مشرتابه ته دا تضمین ورکړي چې دوي به زموږ د امنیتي ځواکونو تر شا د اوږد مهال دپاره د هغوي روزنی او ملاتړ ته دریږي. دوي باید پدې ځان ډاډه کړي چې وروسته لدې چې دوي لدې هیواد ووځي زمونږ پوځ په بشپړه توگه په لازمو وسلو او مهماتو سمبال او تجهیز شي»

دا پداسې حال کې ده چې په پلازمینې کابل کې ددې مراسمو نه مخکې کلک امنیتي تدابیر نیول شوی وو. د ښار په گوټ گوټ کی پولیس تر سترگو کیدل چې پر سړکونو باندې یې موټرونه لټول او دخلکو تلاشي یې کوله.

لدینه یوه ورځ مخکې د ناتو په هوایی بمباریو کې اشتباهآ درۍ تنه ملکی وگړی ووژل شول. په هوایی بریدونو کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله هغه حساسه مسله ده چې له کبله یې د ناتو او بهرنیو ځواکونو په وړاندی تل د خلکو غصه راپاروي.

دا وروستۍ پېښه د کابل په جنوب کی د لوگر د کوچیو تر منځ د ځمکې په سر د یوه جنجال پر مهال وشوه چې سیمه اییزو چارواکو یې د حلولو هڅه کوله چې د ناتو پوځي ځواکونو پدی گمان ور باندې بمباری وکړه چی برید ته چمتو وسله وال ترهگر دی .

یوازی په دوه زره څوارلسم کې په افغانستان کې دری زره یو سلو اته اتیا ملکیان وژل شوي دي چې د ملگرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ دا د تیر کال په پرتلې او د دوه زره نهم نه راپدې خوا چې ملگرو ملتونو پدې اړه د تلفاتو درجول پیل کړل، د ملکی وگړو په مرگ ژوبله کې د شلو فیصدو زیاتوالی په ډاگه کوي.

په افغانستان کې د پنځوسو هیوادونو څخه سرتیرو دنده تر سره کړې او تر ټولو زیات شمیر یې په دوه زره لسم کې یو لک او څلویښتو زرو ته رسیدو.

پدې جگړې کې د ټولو نړیوالو ځواکونو د ځاني تلفاتو شمېر دری زرو پنځو سوو ته رسيږي.