ولسمشر محمد اشرف غني د افغان پارلمان ورغلي ته پلاوي ته ژمنه وکړه چې په راتلونکې یوې اونۍ کې به د نوې کابینې نوماند وزیران وروپېژني.
ولسمشر له پلاوي سره د کابېنې د ځنډ پر دلایلو هم خبرې وکړې، خو د ولسمشر ټېنګار کړی چې باید نوې کابېنه د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.
د ولسي جرګې لومړي منشي سید اکرام چې په دغه پلاوي کې شامل و، ا مریکا غږ اشنا ته وویل چې ولسمشر به د جمعې په شپه له اجرايي ریس عبدالله عبدالله سره وګوري او د نوماندانو ترتیب شوی لست به له یو بل سره شریک کړي.
ښاغلی اکرام وايي د ولسي جرګې پلاوي ولسمشر ته د کابېنې د نه معرفي کېدو د ځنډ اصلي علت ځینو بهرنیو هېوادونه خپل سفرونه یاد کړل.
ښاغلي اکرام وویل " ولسمشر وویل چې د کابېنې معرفي کېدل ځکه وځنډېدل چې موږ یو شمېر مهم سفرونه درلودل او په یو لړ نورو مهمو کارونو بوخت وو. لست مو نهايي کړی دی او د راتلوونکې اونۍ تر پایه به یې ولسي جرګې ته در واستوم. "
ښاغلی اکرام وايي ولسمشر غني وویل چې له اجرايي ریس سره یې د کورنیو چارو وزارت ته د نومول شوي نوماند پر سر ستونزه تر ډېره حل شوې ده، خو ولسمشر وکیلانو ته د کوم خاص کاندید نوم ښودلی نه دی.
د جمهوري ریاست په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشر غني د افغانستان د پارلمان ورغلي پلاوي ته ویلي چې راتلوونکې کابینه باید د افغانستان روانو حالاتو او واقیعتونو ته په کتو جوړه او یوه متعادله او د ټول هېواد استازې کابینه وي.
د افغانستان ولسي جرګې تر دې وړاندې د ملي یوالي د حکومت له اجرايي ریس عبدالله عبدالله سره هم د کابینې د ځنډ په اړه کتلي وو، ښاغلي عبدالله د کابینې د ځنډ ډېره پړه پر ولسمشر اچولې وه چې خپل کاندیدان یې ور معرفي کړي نه دي.
د ولسي جرګې په ورغلي پلاوي کې د جرګې اداري هیات او د کمیسیونونو مشران شامل وو.
سره له دې چې د ملي یوالي د حکومت د کار شاوخوا درې میاشتې کیږي، خو لا هم افغانستان کابینه نه لري او ټولې چارې یې سرپرستان پر مخ وړي.