ولسمشر غني په لومړي ځل یوه ښځه د افغانستان د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته ونوموله.
انیسه رسولي د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ قاضۍ بلل کیږي چې د دغه هېواد د سترې محکمې د شورا غړیتوب ته نومول کیږي.
د ارګ سرچېنو امریکا غږ ته ویلي چې د قضاوتیارې انیسې رسولي نومول کېدل، په لوړو حکومتي څوکیو کې د ښځو د ګمارل کېدو هغه لړۍ ده چې ولسمشر غني یې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ژمنه کړې وه.
د انیسه رسولي د نومول کېدو خبر د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې هم خپور شو. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د ولسمشر غني دغه کار ستایلی دی .
فعالې نرګس نهان د امریکا غږ اشنا را ډیو ته وویل داسې یوې لوړې څوکۍ ته د یوې قاضۍ نومول کېدل او ګمارل په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې یو مثبت او ښه ګام دی.
مېرمن نهان وویل "دا به یو نمونوي ګام نه وي، په دې سره د افغانستان د ملي یوالي په حکومت کې په نورو لوړو څوکیو کې هم د ښځو ګمارل کېدو ته لاره پرانیستل شي. موږ د ولسمشر دغه کار ستایو."
انیسه رسولي څوک ده؟
قضاوتیاره انیسه رسولي په افغانستان کې د ښځینه قاضیانو د ټولنې مشره او بنسټ اېښودونکې ده.
نوموړې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د قضا او څارنوالۍ له څانګې فارغه شوې او له شاوخوا دریو لسیزو راهیسې په قضايي څانګې کې کار کوي.
میرمن رسولي په ۱۳۷۵ کال کې د عامه امنیت دیوان دقاضۍ په توګه، د کوچنیانود ابتدائیه محکمې د مشرې او بیا د کوچنیانو داستیناف د دیوان درئیسې په توګه وګمارل شوه چې د سترې محکمې د شورا غړیتوب ته تر ګمارل کېدو پورې په همدې دندې کې وه.
د افغانستان د سترې محکمې د رسمي وېپاڼې د معلوماتو له مخې نوموړې د قضا دستاژ په کورس کې استاده هم وه.
انیسه رسولي به له ولسي جرګې رایه اخلي
د افغانستان د اساسي قانون له مخې ستره محکمه نهه غړي لري چې د ولسمشر له لوري نومول کیږي او بیا ولسي جرګې ته د تاید او رد لپاره استول کیږي.
میرمن نهاد وویل چې " ولسمشر د جمعې په ورځ له دوی سره په مخامخ خبرو کې ژمنه وکړه چې انیسه رسولي به ډېره ژر ولسي جرکې ته د باور او نه باور د رایو د اخیستلو لپاره ور وپېژندل شي."
د افغانستان د اساسي قانون په ۱۱۷ ماده کې راغلي " د افغانستان ستره محکمه نهه غړي لري چې درې تنه یې د لسو کلونو لپاره، درې تنه یې د اوو کلونو او درې تنه یې د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي."
د افغانستان ستره محکمې د دغه هېواد د قضايي ځواک تر ټولو لوړه مرجع بلل کیږي او د سترې محکمې عالي شورا د سترې محکمې له بشپړ هیات څخه جوړیږي.
د سترې محکمې غړیتوب ته د یوې قاضۍ نومول کېدل داسې مهال کیږي چې په کابینه کې هم یو شمېر وزیرانې شته او ولسمشر غني ژمنه کړې چې په یو شمېر سفارتونو او معینیتونو کې هم ښځې پر دندو ګماري.
که انیسه رسولي له ولسي جرګې څخه د باور رایه واخلي، دا به د افغانستان په تاریخ د سترې محکمې لومړنۍ غړې وې، خو د دغه هېواد لومړنۍ قاضۍ نه ده