بشارالاسد د مخالفینو سره مذاکرات رد کړل

د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد پرون اعلان وکړ چې د وسله والو مخالفینو سره خبرې نکوي. د ښاغلي اسد پدې اعلان سره د سولې هغه خبرې عبث شوې چې روسیې او امریکا هیله در لوده په سورېې کې به کورنۍ جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا په منځګړیتوب د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ د سوریې د سیاسي او اوسله والو مخالفینو شاوخوا سلو غړیو د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې موافقه کړې وه چې د " ملګرو ملتونو په مرسته به راتلونکې میاشت یو ګډ هیت د سولې د خبرو لپاره د سوریې حکومت ته واستوي."

خو د یوه هسپانوي خبري اژانس سره په مرکې کې جمهور رئیش بشارالاسد وویل چې " د هیڅ یوې وسله والې ډلې سره خبرې نکوي." هغه په امریکا او سعودي عربستان تور ولګاوه چې د هغه په قول " د تروریستانو نه غواړي چې په مذاکراتو کې برخه واخلي. "

اسد په مرکې کې ویلي " د وسله والو مخالفینو سره یوازې په یوه صورت کې خبرې کیدای شي او هغه دا چې وسلې دې پر ځمکه کښیږدي یا دې د حکومت سره یو ځای شي او یا دې بیرته خپل عادي ژوند پیل کړي. "

جمهور رئیس اسد وایي " زمونږ د پاره په سوریې کې ټول هغه کسان تروریستان دي چې ماشیندار یې په لاس کې وي. "