خاص استازی شارق ظفر: د ترهګرۍ سره مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی

شارق ظفر په امریکا کې میشتو مسلمانو ټولو ته د بهرنیو چارو د وزارت خاص استازی دی

د مسلمانو ټولنو لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي، شارق ظفر په دغه هېواد کې له میشتو امریکایانو څخه وغوښتل چې د کثرت پالنې پیغام په خپرولو کې هڅه وکړي.

ښاغلی ظفر په متحده ایالاتو کې د میشتو مسلمانانو غواړي دا نظریه چې ګواکې امریکا د اسلام خلاف ده، وغندي.

شارق ظفر د امریکا غږ سره په مرکې کې د دا ډول نظریاتو په ردولو کې د امریکايي مسلمانانو ونډه رغنده وبلله. د مسلمانو ټولنو لپاره د متحدو ایالاتو ددی ځانګړي استازي په وینا، امریکایي مسلمانان کولاي شي دا چاره په ښه توګه ترسره کړي.

د امریکا خارجه وزارت په نړیواله کچه د مسلمانانو ټولنې لپاره خاص استازی شارق ظفر واېي نړۍ ته دا پیغام اوس رسول ډیر ضروري شوي دي چې د امریکا بنسټیز اقدار په خپله خاوره کې د مذهبونو درناوی او ټولو انسانانو ته یو شان حقونه ورکوي.

ښاغلي ظفر د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د مسلمانو هیوادونو د نقش او همکارۍ په هکله وویل چې، ټولو ته دا یقیني کول په کار دي چې هر څه به مونږ ټول په ګډه تر سره کوو. د ظفر په اند دا یو ګډ مسؤلیت دی.

ښاغلي ظفر پدې خبره ټینګار وکړ چې د امریکا او مسلمانانو ترمنځ په کردار کې څه اختلاف نشته ځکه دوي مسلمانان هم دي امریکایان هم دي. هغه وویل په امریکاېی خاوره کې یي څوک د خپل مذهب څخه نه منع کوي. په متحده ایالاتو کې د ټولو ادیانو پیروان په ازاده ټوګه خپل عبادات او مذهبي دود او مراسم ترسره کوي.

پدې جمله کې مسلمانان هم لوی او واړه جوماتونه لري، د اخترونو او د جمعې ورځو سترې جمعې پکې کیږي، خیرات او ذکوات ورکوي. حتی په ټولنیزو ازادیو کې میرمنو ته د څادر په سر کولو یا نه په سر کولو بندیز نشته او هرڅوک د خپل فرهنګ یا مذهب په اصولو کې خپل اختیار لري.