په هند کې روان د کرکټ په شل اوریز جام کې د ننۍ دوه سیالیو نه پس د دوه ټیمونو سرنوشت معلوم شو،پاکستان نن د اسټرالیا نه په یو ویشت منډو ماتې وخوړه او په څلورو سیالیو کې دریو ماتو نه پس د سیمي فاینل نه پاتې او ټورنامنټ نه خارج شو.بلخوا ویسټ انډیز د جنوبي افریقه ټیم ته ماتې ورکولو نه پس پرله پسې درې سیالۍ وګټلې او شپږ پواینټونو سره سیمی فاینل ته ووت.
نن اوله سیالي د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ وه، اسټرالیا پاکستان ته په شلو اورونو کې د ۱۹۳ منډو لوړ هدف ورکړ ،چې په دې کې د اسټرالیا لخوا د ټيم کپتان سمیت ۶۱،واټسن ۴۴ او میکسویل ۳۰ منډې وکړې او یوازې څلور لوبغاړي ېې وسوزیدل.
پاکستان د دغو منډو په تعقیب کې په شلو اورنو کې ۱۷۲ منډې وکړی شوې او یو ویشت منډې ورنه پاتې شوې او لوبه يي بایلوده. د پاکستان لخوا خالد لطیف . شعیب ملک ،شرجیل خان او عمر اکمل یو څه مقاومت وکړ خو د شاهد افریدي ټیم ته ېې فایده ونکړه. دا د شاهد افریدي په وینا د هغه اخري نړیواله شل اوریزه سیالي وه.پاکستان د ماتې سره خپلې څلورې لوبې پوره کړې او دوه پواینټونو سره چې بنګله دیش سره سیالۍ نه ګټلي وو .کور ته ستون شو.
دویمه سیالۍ کې ویسټ انډیز د جنوبي افریقه ټیم په ۱۲۲ منډو وسوزه او جنوبي افریقه لخوا ورکړل شوی هدف ېې اخري اوور کې په اوو وکټو پریوتو پوزه کړ.ویسټ اندیز لخوا سیمویل او د جنوبي افریقه لخوا ډي کاک نه علاوه چا سمه توپ وهنه ونکړه.
اوس راتلونکې درې ورځو کې یوازې د دوه نورو ټیمونو د سرنوشت فيصله کیږي چې څوک به سیمي فاینل کې د نیوزي لینډ او ویسټ انډیز سره یو ځای کیږي. انګلستان به سري لنکا سره مخامخ کیږي او که انګلستان ېې وګټي نو انګلستان به سیمي فاینل ته ووځي او سری لنکا ېې وګټي نو بیا به د سري لنکا جنوبي افریقه او انګلستان ترمنځ د منډو په اوسط فیصله کیږي چې د اول ګروپ نه به دویم ټیم د ویسټ انډیز سره سیمی فاینل ته ځي.
په دویم ګروپ کې د نیوزي لینډ ټیم سیمي فاینل کې دی او اوویشتم مارچ به د هند او اسټرالیا ترمنځ کیدونکې سیالۍ ګټونکی به سیمي فاینل ته ځي.
به همدې نیټه افغانستان خپله وروستۍ سیالۍ کې د ناګپور په میدان د ویسټ انډیز سره مخ کیږي.افغانستان به کوشش کوي چې د ویسټ انډیز سره هم ښه مقابله وکړي او د ښو خاطرو سره کور ته ستون شي.