پکتیکا:پولیس افسر خپلې ښځې د وژلو نه پس ځان وژنه کړې

د عيني شاهدانو په وينا مېرمن ګلابو چادري اغوستې وه او داسې ښکارېده، چې د ښار ملي پوليسو ته يې د کوم څه په اړه د شکايت رسولو هڅه کوله، خو خاوند يې پرې د کلاشنکوف خوله ورخلاصه کړه.

عيني شاهدان زياتوي، نورو پوليسو هڅه کوله چې د خپلې مېرمنې دغه قاتل ګلام خان ونيسي، مګر پوليسو ته يې د وېشتلو ګواښ وکړ، چې بالاخره يې د ټوپک شپېلۍ خپل سر ته ونيوه او ځان يې وواژه.

پداسې حال کې چې د ښرنې سلګونو ښاريانو يې ننداره کوله، پوليسو د مېرمن ګلابو او د هغې د خاوند جنازې پورته او روغتون ته يې انتقال کړې. پوليس وايي، چې ګلابو په روغتون کې ساه ورکړه.

د ښرنې ښار يو تن اوسېدونکی وايي: ” لومړی ښځه او سړی سره وغږېدل او بيا ښځه پوليسو ته ورغله او ورسره وغږېده. بيا دغه ملي پوليس خپله مېرمن دې خواته راوسته او ويې وېشتله. بيا يې هغه ځای ته منډه واخيسته او ځان يې هم ووېشت ‟.

د پکتيکا د پوليسو يوه افسر محمدقاسم زرمتي د پېښې په ځای کې خبريالانو ته وويل، چې پوليسو پلټنې پيل کړې او د پېښې د رامنځته کېدو اصلي انګيزه به وروسته څرګنده شي.

خو زرمتي وويل، ځينې لومړني معلومات ښيي، چې د پوليسو افسر ګلام خان څه موده مخکې له ګلابو سره واده کړی و او ظاهراً داسې ښکاري، چې پېښه د کورني تاوتريخوالي په نتيجه کې رامنځته شوې.

” د معلوماتو په حواله ښځې عريضه پرې کړې وه، نو خاوند يې د عريضې مخنيوی کړی دی. کله چې چوک ته رسېږي، په خپل ټوپک سره چې د ځان د ساتنې لپاره يې ګرځاوه، په خپله ښځه باندې درې ډزې کړې او بيا يې ځان وژلی دی‟.

په داسې حال کې چې د بشر حقونو سازمان په افغانستان، په ځانګړي ډول په جنوب ختيځه حوزه کې له ښځو سره کال تربل د تاوتريخوالي د ډېرېدو خبر ورکړی، د پکتيکا نننۍ پېښه په خپل ذات کې له ښځو سره د زور زياتي کم سارې پېښه بلل کېږي.

د ديني عالمانو په وينا له ښځو سره زور زياتی په خپله له اسلامي احکامو سرغړونه بلل کېږي.

په افغاني ټولنه کې د ښځو بېسوادي، د خپلو حقونو نه پېژندل او دغه راز په دې برخه کې د نارينه وو کم عامه پوهاوی او ځينې نور له ښځو سره د زور زياتي عمده لاملونه او مسائل ګڼل کېږي.