د پاکستان پخوانی سفیر: د امریکا نوې پالیسي به سوله را نه ولي


د پاکستان پخوانې سفیر ایاز وزیر وايي دا نوې ستراتیژي سولې ته ځکه لاره نشي برابولې چې امریکا د خپلی ناکامۍ ټوله ملامتي په پاکستان اچولې ده.

ټرمپ د خپل ملک د گټو خبرې کوي ، د پاکستان د گټو خبرې یې نه دي کړي او پاکستان ته خطرونه متوجه دي.

که د دهشتگرۍ سم تحلیل وشي نو د دهشتگرۍ ضد دغه جنگ خو د امریکا

له وجی پاکستان ته سرایت کړیدی. د سپتمبرد یوولسم تاریخ په ترورستي پیښو کې نه کوم پاکستانۍ و، او نه د پاکستان د امریکا سره په جنگ کې ؤ. جنگ اصلا په افغانستان کې ؤ. جمهورریئس پرویز مشرف د خپل لیډرۍ د منلو دپاره پردی جنگ د پاکستان په غاړه واچاوه. که په هغه وخت کی دا کار نه وای شوی نو پاکستان به نن دغه ستونزې نه درلودلی.

د امریکا غږ اشنا راډیو د همکارې زیبا خادم د ایاز وزیر سره پوره مرکه دلته واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

د ایاز وزیر سره پوره مرکه دلته واورئ