جنرال امان:داعش په بريدونو کې له نويو تاکتيکونو کار اخلي

  • نوشابه آشنا

د جمعې په ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه وسله والو د کابل د خیر خانې د قلعه نجاران په سیمه کې د امام زمان په نوم د شعیه ګانو پر یو جومات ډله ایز برید وکړ.

دا چې امنيتي ادارو له مخکې د دی پيښې په اړه اطلاع لرله کنه؟

د دفاع وزارت مرستيال او کابل گارنيزون سرپرست قوماندان افضل امان امريکا غږ اشنا ته وويل:

ورته پيښو په اړه کله چې نورې امنيتي ادارې اطلاع تر لاسه کړي بيا يي دوئ سره هم شريکوي،خو دا ځل دوئ ته څه نه وو ويل شوي.

جنرال امان دا هم وويل سره له دی چې په پيښه کې مرگ ژبله ډيره اووختې خو که امنيتي ځواکونه پياوړي او روزل شوي نه واې نو د مرگ ژوبلې شميره به تر دی هم لوړه واې.

د کابل گارنيزو سرپرست قوماندان زياته کړه چې د داعش ډلې د بريدونو تاکتيکونه بدل کړي او دوئ به يي په وړاندې لازم تدابير ونيسي.

د پيښې په اړه د د فاع وزارت مرستيال او د کابل گارنيزون سرپرست قوماندان جنرال افضل امان سره د امريکا غږ اشنا راډيو مرکه دلته اوريدلائ شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

امريکا غږ سره د جنرال افضل امان مرکه