شپږیزه- درېیمه ورځ. د کابل بازان او بست ساتونکي بریالي شول

کابل کې د کرکټ په نړیوال میدان کې روان د شپږیزې کرکټ لیگ د سیالیو په دریمه ورځ د مهال ویش سره سم دوه سیالۍ وشوې.

لومړۍ سیالۍ د کابل بازانو او امو نهنگانو ترمنځ وه چې په پیل کې امو نهنگانو توپ وهنه وکړه او مقابل ټیم ته ېې شلو اورونو کې د ١٣٠ منډو اسانه هدف ورکړ.شرف الدین اشرف ٣٢او افسر ځاځي ٢۴ منډې وکړې. د کابل بازانو له لوري کریم صادق درې لوبغاړي وسوزل.

د کابل بازانو لخوا ټاکل شوی هدف په اوولس اورونو کې پوره شو. چې بهرني لوبغاړی سولمن مایر ٣٧ او کپتان اصغر ستانکزي ٣٠ منډې پکې د یادولو وړ دي. د لوبې غوره لوبغاړی کریم صادق شو.

دویمه سیالي د بست ساتونکو او مس عینک اتلانو ترمنځ وه چې په لومړي ځل په شپږیزه ټورنامنټ کې سلیزه د یو بهرني لوبغاړي ډالپرټ لخوا وشوه. د دې سلیزې په مټ بست ساتونکو مقابل ټیم ته د ٢٠٢ منډو ستر هدف ورکړ. په ځواب کې د مس عینک اتلانو هم ښه زیار ووست او ناصر جمال د ٨٣ مهمو منډو په زور تر ١٩۴ ورسېدل. خو لوبه د بست ساتونکو په گټه تمامه شوه.

په زیات شمیر کې د کرکټ مینه د کابل نړیوال میدان ته راځي.

دې بریا سره بست ساتونکو درېو لوبو کې یوه وگټله او دوه پواینټه ېې واخیستل. چې د شوو لوبو د جدول له مخې کابل بازان دوه بریایو سره اول. سپین غر دوه بریایو سره دویم .مس عینک دوه لوبو کې یو بریا سره په دریم مقام ،بست ساتونکي د یو بري سره په څلورم او بند امیر ښاماران د یوې ماتې او امو نهنگان د دوه ماتو سره په پینځم او شپږم مقام دي

سبا پنجشنبه دوه مهمې سیالي دي چې اوله د بند امیر ښاماران او سپین غر زمریان لري او دویمه ېې مس عینک اتلانو او امو نهنگانو ترمنځ ده.

د یادونې وړ ده چې د میهه په نوم د ټکټ خرڅونکي شرکت مشر ښاغلي ضیاالرحمن ضیا د کرکټ د مینه والو د راجلبولو په هدف د پنجشنبې د ورځې دپاره د ټکټونو وړیا ورکولو اعلان هم کړیدی.