جمهورریس اشرف غني، د پاکستان د لوی درستیز سره د خپلو مذاکرو په هکله، د پخوانیو جهادي مشرانو سره سلا مشورې وکړې.
د کابل پخوانی والي او د سولې د عالي شورا غړی حاجي دین محمد وایي عمومي مشوره دا وه چې په هر صورت کې باید د پاکستان سره روابط ښه شي.
بله مشوره دا وه چې د افغانستان استقلال او ارضی تمامیت په رسمیت وپیژندل شي. افغانستان اختیار لري چې چا سره ارتباط ساتي یا چا سره یې نه ساتي.
لکه څنگه چې د افغانستان حکومت د سیمې د هیوادونو سره مشورې پیل کړې وې، د هماغو دوستانو او ملگرو سره مشورې وشي، چې د نړیوال فشار د کمیدلو نه وروسته بیا هماغه زړه قصه یعنې په افغانستان کې حملې بیرته شروع نه شي.
د حاجي دین محمد سره د زیبا خادم بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ.
Your browser doesn’t support HTML5