د پاکستان او امریکا اړیکې کومې خوا ته روانې دي؟

Mohammad Taqi a Pakistani expert

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ټیلرسن د پاکستان د بهرنو چارو د وزیر خواجه اصف سره په واشنگټن کې د ملاقات نه وروسته خبریالانو ته په خبرو کې ویلي دي چې پاکستان یې مهم متحد دی او دا چې د پاکستان سره تعلق ته یواځې د افغانستان د مسلې په درشل کې نه گوري خو په دغې سیمې کې یې یو مهم ملگرې دی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا او د پاکستان د بهرنو چارو وزیرانو د ولسمشر ټرمپ د افغانستان په هکله د پالیسۍ د اعلانولو نه وروسته ، په لومړي ځل د دوه اړخیزو تعلقاتو په موضوع خبرې کړیدي. ولسمشر ټرمپ په پاکستان د ترهگرو د ملاتړ په وجه سختې نیوکې کړي وی.

په فلوریډا کې د سیاسي چارو مبصر ډاکټر محمد تقي وایي چې ولسمشر ټرمپ او د هغه ادارې په پاکستان فشار اچولی دی او پاکستان نه غواړي د امریکا سره یې تعلقات خراب شي. تقي وايي چې د تعلقاتو د خرابیدو د ویرې د پاکستان د بهرنو چارو وزیر امریکا ته راغلی دی.

د ډاکټر محمد تقي سره د امریکا غږ همکارې نزرانې یوسفزۍ مرکه کړیده چې تاسو ته یې دراورو.

Your browser doesn’t support HTML5

د ډاکټر تقي سره مرکه