د میوند ولسوالۍ پر عملیاتي اډې د برید مخه ولې ونه نيول شوه؟

  • نوشابه آشنا

د سيمې د استخبارتو په ملاتړ مخالفينو د جنگ تاکتيک بدل کړی.

وسله ‌والو او ځانمرګو بریدګرو، تیره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د چشمو په نوم د افغان پوځ پر عملیاتي بیس برید وکړ.

د کندهار امنیه قوماندان او په سهیل لویدیځ زون کي د امنیتي چارو همغږی کوونکی تورن جنرال عبدالرازق ددی پيښې په اړه اشنا راډيو ته وويل "د سيمې د استخبارتو په ملاتړ مخالفينو د جنگ د تاکتيک په بدلولو سره افغان سر تيرو ته درنه مرگ ژوبله واړوله".

جنرال رازق وايي مخالفين د مخامخ جگړې توان نلري

جنرال رازق دا هم وويل چې دا د حکومت د مسلحو مخالفينو وروستې توان دی چې د خپلو ملاتړو په زور دا ډول بريدونه ترسره کوي ،هغوئ اوس د مخامخ جگړې توان نلري.

د کندهار امنيی قوماندان وايي عسکري قطعات او استخبارات په گډه کار کوي چې په راتلونکې کې د دا ډول حملو مخه ونيول شي.

دا چې ولې د میوند ولسوالۍ پر عملیاتي بیس د برید مخه ونه نيول شوه، دې او په همدی اړه نورو پوښتنو ته د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال عبدالرازق د امریکا غږ سره په مرکه کې ځواب ویلی چې دلته یې اوريدلای شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

امريکا غږ سره د جنرال رازق مرکه