د صنعت سکټور کې سږکال ۲۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، په تېرو څلورو کلونو کې په دغه هېواد کې د صنعت او تولید په برخو کې تر اته سوو میلیونو ډالرو پانګونه شوې چې ۲۵ فیصده یې په روان کال کې شوې ده.

د دغې ټولنې رئیس شیرباز کمین زاده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په افغانستان کې یو ځل بیا د پانګونې لپاره وضعیت مخ په ښه کېدو دی، خو هغه وویل، اوس هم پانګوال د پانګونې په برخه کې ډېرې ستونزې لري.

ښاغلي کمین زاده وویل:"سږکال موږ د یو نیم سلو څخه تر دوو سوو میلیونو ډالرو پورې د صنعت او تولید په برخو کې پانګونه لرله، چې د اوسپنې د ويلي کېدو، غیر الکولي مشروباتو، بوټانو او خوراکي توکو په برخه کې شوې ده".

ښاغلي کمین زاده وویل چې جمهور رئیس محمد اشرف غني په دې وروستیو کې د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې به برخه کې یو فرمان خپور کړی، خو تراوسه لا د دغه فرمان د تطبیق په برخه کې اقدامات نه دي شوي.

هغه وویل، د دغه فرمان تطبیق به د کورنیو تولیداتو د زیاتېدو سره ډېره مرسته وکړي.

افغان پانګوال او سوداګر په دې باور دي چې د قوانینو اصلاح، د بانکونو له خوا صنعتکارانو ته د پور برابرول، د زیربناو رامنځ ته کول، د برېښنا ستونزې ته حل موندل به نه یوازې افغان پانګول، بلکې بهرني پانګول هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د صنعت د عالي شورا رئیس شیبر بشیري وايي، د تېرو کلونو پرتله په افغانستان کې د پانګونې کچه ډېره راکمه شوې ده.

ښاغلي بشیري امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې دی د نوې پانګونې څخه خبر نه دی.

ښاغلي بشیري وویل:" د کارموندنې کچه څومره پورته تللې، لوږې کچه څومره راښکته شوې، د صادراتو کچه څومره پورته تللې ده؟".

د صنعت د عالي شورا رئیس وویل، چې د صنعتکارانو د ټولنې له خوا چې د نوې پانګونې په برخه کې کومې شمېرنې خپرې شوي سمې نه دي او په دې کچه پانګونه نه ده شوې.

نړیوال بانک د روان لمریز کال د لړم په میاشت کې په افغانستان کې د کاروبار په اړه په یو راپور ویلي وو، چې په دې هېواد کې په منځنۍ او کوچنۍ کچه د پانګونې او پورونو د برابرولو په برخو کې اسانتیاوې ډېرې شوي دي.

د نړیوال بانک د دغه راپور له مخې ناامني، د جګړو او وچکالۍ له امله د خلکو بې ځایه کېدل، کاري نمګړتیاوې او د دولتي مقراراتو ځنډنی بهیر هغه څه دي چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې یې ستونزې رامخې ته کړي دي.